لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې د احتجاج کوونکو پرضد د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمه درج شوې


د سوات په خوازه خېله اود مينګورې په نشاط چوک کې پرون د يکشنبې، اتوار په ورځ ځايي ځوانانو په سوات کې د پوځي چيک پوستوپرضد احتجاج کړی چې دغلته دې د خلکو سره د غېر انساني او ناوړه چلند نه لاس واخستی شي، وروستو د دغو احتجاج کوونکو پر ضد مقدمه درج شوې ده.

د سوات د خوازه خېلې پوليس تاڼې افسر(محرر) رحمت علي ډيوه سره په خبرو کې وويل مقدمه يا اېف ايي ار د پوليس په مدعيت کې د "باچاګل، اېمل خان، احمدشاه، اظهار، حسېن شاه او لطيف پرضد درج شوې ده".

نوموړي وويل په دغو کسانو د "7ATA, 9ATA, 124A, 186, 341, 189, 147,149" د مادو لاندې مقدمه درج کړی شوې ده.

پوليس افسر وويل، "د دوي خلاف اېف ايي ار ځکه شوی دی چې دوي د رياست خلاف په عوام کې د بغاوت پېدا کولو، په زور خلک د رياست خلاف راويستلو".

خو داحتجاجي مظاهرې راجوړؤنکي وايي دوي د رياست پرضد مظاهره نه ده کړې.

غېرت خان يو د مظاهرې مشري کوونکو څخه دی ډيوه سره په خبرو کې يې وويل، "زمونږ مظاهره خو د رياست خلاف قطعاً نه وه، مونږه خو پُرامنه مظاهره کړې ده او د دې دپاره مو کړې ده چې په چيک پوسټونو باندې کوم خلک تنګیږي دا دې نه تنګيږي او دا چې کوم ناروا سلوک د سرچ اپرېشن (لټون عملياتو) په نوم کيږي د خلکو سره کيږي په يو نوم په بل نوم. مونږ د دې خلاف کړې ده".

هغه وويل په دغه مظاهره کې په ګڼ شمېر کې د سوات د هرې ټولنې يا طبقې سره تعلق لرونکو او سياسي خلکو ګډون کړی د مدني ټولنې ځوانان رايوځاې شوي او دغه مظاهره يې راجوړه کړې وه.

احتجاجي مظاهره کوونکو نعرې وهلې، "مونږ په خپله خاوره امن غواړو، " په چيک پوسټونو دې بې ځايه تنګول .. بند کړی شي"، "د اولس عزت نفس مجروح کول دې بند کړی شي"، " زمونږد رواياتو پامالي دې بند کړی شي".

د خوازه خېلې ترڅنګ د سوات د مرکزي بازار مينګورې په نشاط چوک کې هم دغه ډول مظاهره شوې ده.

په سوات کې د پوځي چيک پوستو پرضد دا احتجاجي مظاهرې په داسې حال کې شوي چې دوه ورځې وړاندې په خوازه خېله کې يو پوځي چيک پوسټ باندې د لټون يا تلاشۍ په قطار کې يو ناروغه کم عمره ماشوم ژوند د لاسه ورکړی ؤ.

په ټولنيزو رسنيو دغه خبرد کم عمره ماشوم د عکس سره خپور شوی ؤ.

د روانې مياشتې په درېمه نېټه د سوات په کبل تحصيل کې نزدې درې نيم کاله وروستو يو ځانمرګی بريد شوی چې پکې ۱۱ پوځي سرتيري وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي وو، د دغه پېښې وروستو په سوات کې په پوځي چيک پوستو د لټون عمل سېوا کړی شوی دی.

په سوات کې د پوځي چيک پوستو پرضد احتجاجي مظاهرې په داسې حال کې شوي چې د جنورۍ په ۲۶م نېټه د ډېره اسماعيل خان نه تراسلام اباد پورې د (پښتون تحفظ مومنټ) په نوم پښتنو لاريون شوی او بيا يې په اسلام اباد کې د خپلو پينځه ؤ غوښتنو دپاره لس ورځې احتجاجي ناسته کړې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG