لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په اچین کې د هغو قومي مشرانو مړي موندل شوي چې داعش کال مخکې وژلي وو


د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار د اچین ولسوالۍ اړوند دمامندرې په سیمه کې له یوه ډله ییز قبر څخه د ۱۲ ملکي وګړو مړي ترلاسه شوي دي.

ځايي چارواکو ویلي، وژل شوي کسان قومي مشران او ولسي خلک دي او یو نیم کال وړاندې داعش وسله والو له کوټ ولسوالۍ څخه تښتولي و او د اچین د ولسوالۍ په مامندره سیمه کې يې په ډلیزه توګه وژلي وو.

د کوټ ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی، لیکوال او سیاسي فعال عبدالله پیکار ډیوې ته وویل:

(دا خلک د کوټ ولسوالۍ د سه پاې کلي اوسیدونکي و چې داعشیانو په هغه کلي حمله وکړه ډیر زیات کورونه یې وسېځل ان ماشومان او ښځې یې له ځانه سره یوړل ماشومان یې څو ورځې وروسته خوشې کړل خو ښځې یې دهغو ښځو په بدل کې ونیوې چې ملي امنیت له دوی نه له وسلو او پیسو سره نیولې وې)

ښاغلي پیکار وړاندې وویل، چې اتلس میاشتې وړاندې دا پیښه شوې وه خو مړو ته د ورغلو کلیوالو له خولې وایي چې اوس هم ددغو وژل شویو کسان مړي پېژندل کېدل.

له بلې خوا پدې اړه د ننګرهار ولایتي شورا غړي عبدالله شینواري ډیوې ته وویل:

(په اچین کې د داعش پرضد د بمونو د مور له کارولو وروسته داعشیانو دغه نیول شوي بې ګناه ملکي کسان لومړی وژلي وو او بیا یې په یوې کنده کې تر خاورو لاندې کړي وو.)

ښاغلی شینواری زیاتوي، دې ته ورته نور ډلیز قبرونه هم په سیمه کې موندل شوي دي چې په هر یوه کې یې د داعش لخوا دوه، درې او زیات ملکي وګړي تر وژلو وروسته خښ کړیدي.

د اچین ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، داعش نیول شوي ملکي کسان وژني او بیا یې د دوي په پټیو کې خښوي.

ددغه ډلیزه قبر په اړه له پخوا څخه معلومات وو خو په سیمه کې د داعش د ویرې له امله چا لاس نشو ور وړلای.

د چین په مامندره کې د داعش د ځپل کېدو راوروسته اوس افغان امنیتي ځواکونه په سیمه کې شتون لري او له همدې امله ددغه ډلیزه قبر د سپړلو چارې پر مخ ولاړې.

XS
SM
MD
LG