د جنوبي وزیرستان اوسېدونکی بشیراحمد وایي، په دې څلوېښتۍ کې به پر ټولو پښتنو خصوصاً قبایلو باندې د کېدونکي ظلم په اړه خبرې اترې کېږي او د حل لاره به ورته لټول کېږي:
"دا څلوېښتي موږ د امن په نامه جوړوو، چې پکې به له حکومته د خپلو حقونو پوښتنه او غوښتنه کوو"
دغه غونډه د پېښور په ناران باغ کې را بلل شوې وه، چې د قبایلي سیمو مشرانو، د پوهنتون زده کوونکو او سیاستوالو پکې ګډون کړی وو.
د غونډې یو برخوال د جنوبي وزیرستان د سره راغه اوسېدونکی مکرم خان وایي، پښتنو ته چې کومې تکلیفونه د ترهګرۍ په جګړه کې ور پېښ شوي دي پر هغو ټولو به د نقیب مسود په څلوېښتۍ کې خبرې کېږي او د ختمېدلو غوښتنه به یې کېږي:
"موږ به دا پوښتنه کوو چې په قبایلي سیمو کې [تر پوځي عملیاتو وروسته] پرمختیایي کارونه څومره شوي دي او څومره پاته دي. بل دا چې زموږ تعلیمي ادارې څومره بیرته جوړې شوې دي چې زموږ بچي پکې تعلیم وکړي او د جنګونو لپاره یې څوک استعمال نه کړي"
په غونډه کې دا پرېکړه وشوه چې د څلوېښتۍ په غونډه کې د پښتنو کومې ستونځې بیان شي، له حکومته به د هغو د حل غوښتنه کوي، وایي که حل نه شي نو احتجاجونه به پیل کړي او تر هغو به احتجاج کوي چې چارواکي یې د خپلو ستونځو حل ته تیار کړي نه وي.
په احتجاج کې شریک یو تن وایي، پښتانه اوس د خپلو حقونو لپاره بیداره شوي دي او هیڅکله به نور پر خپلو حقونو پټه خوله پاته نه شي:
"خلک وایي چې غټ او دروند ګاډی اول روانېږي نه، خو چې روان شي بیا درېږي نه، زموږ مثال هم د دروند ګاډي دی، اوس به تر هغو پورې نه درېږو چې خپل حق مو نه وي اخیستی".
نقیب الله مسود د جنوبي وزیرستان اوسېدونکی وو، چې د جنورۍ په ۱۳مه په کراچۍ کې پولیسو د ډزو په درواغجنه مقابله کې و واژه. د ده د وژنې په ضد د وزیرستان ځوانانو د پښتون ژغورنې غورځنګ پیل کړ، چې اوس ټول پښتانه ورسره ملګري شوي دي او په پاکستان کې هر ځای له پښتنو سره د کېدونکي ظلم په ضد احتجاجونه کوي.