لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

راؤانوار پټ او ملګري يې نيول کيږي


د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکي ځوان نقيب الله مسيد په وژنه تورن د کراچۍ پوليسو پخواني افسر راؤ انوار دوه نور ملګري نيول شوي خو هغه په خپله تراوسه پټ دی او پوليس یې په نيولو کې پاتې راغلي دي.

د کراچۍ پوليس چارواکو ویلي د دوشنبې، ګل په ورځ يې ډي اېس پي قمر احمد او سپاهي ګډو نيولي او دوي دواړو د نقيب مسيد د وژنې په مقابله کې د راؤ انوار سره په پوليس ډله کې شامل وو.

چارواکو ويلي دغو دواړو کسانو د نقيب مسيد د وژنې په مقابله کې د ګډون پخلی کړی دی.

د پولیس سرچينو ترمخه د نقيب مسيد د وژنې د مقابلې په تور کې تراوسه پورې ۱۱ تنه نيول شوي چې پکې پولیس هم شامل دي.

د نقيب د وژنې مقدمه د راؤ انوار سره د ۱۸/۱۹ تنو په ضد درج کړی شوې وه.

راؤ انوار په ۱۳م جنورۍ ادعا کړې چې د کراچۍ په شاه لطيف ټاؤن سيمه کې يې يوه مقابله کې د نقيب مسيد په ګډون څلور ترهګر وژلي خو وروستو د پوليس درې کسيزه لوړ پوړې کمېټۍ چې دغه مقابله يې څېړلې ويلي ؤ دا جعلي يا نقلي مقابله وه.

د نقيب کورنۍ د راؤ انوار ادعا رد کړې او ويلي يې ؤ نقيب کراچۍ ته خوارۍ مزدورۍ له راغلی او بې ګناه ؤ.

د نقيب مسيد د وژنې پرضد نه يواځې کراچۍ او د پاکستان په نورو برخو بلکې د افغانستان پورې احتجاجي مظاهرې شوې او د انصاف غوښتنې شوې وې.

د نقيب مسید د وژنې مقدمه د هغه د پلارمحمدخان په مدعيت کې په ۲۳م جنورۍ درج شوې وه.

د سترې محکمې مشر قاضي جسټس ثاقب نثار د نقيب مسيد په وژنه خپل ځاني نوټس اخستی او په دغه اړوند وروستۍ اورېدنه کې يې چې په ۱۶م جنورۍ شوې وه پکې راؤ انوار ته د عدالت د سپکاوي نوټس ورکړی د هغه بېنک اکاؤنټونو تړلو امر يې کړی ؤ.

د سندهـ صوبې د پوليس مشر الله ډنو خواجه د عدالت نه د راؤ انوار په مالومولو کې د اسختباراتي ادارو مرسته غوښتې وه.

له دې وړاندې عدالت په ۱۳م فرورۍ اورېدنه کې راؤانوار ته حفاظتي ضمانت ورکړی خو پوليس افسر په ۱۶م فرورۍ عدالت ته نه ؤ حاضر شوی اوبيا د نقيب مسيد د وژنې مقدمه د ۱۵ ورځو دپاره ځنډول شوې وه.

XS
SM
MD
LG