لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داحتجاج غځیدونکې لړۍ،ایا پاکستان کې پښتنو ملي پاڅون پیل کړی؟


دباجوړ احتجاج
دباجوړ احتجاج

په اسلام اباد کې د دنقیب مسید د وژنې په ضد دشوي ستر احتجاج نه وروسته په ګرد پاکستان کې دپښتنو وګړو د احتجاج لمنه ورځ تر ورځه پراخیږي اؤ د سوات نه وروسته د سه شنبې په ورځ باجوړ کې شوي لویې احتجاج ښودلې ده چې پښتانه نور ځان سره په کیدونکو ریاستي زیاتیو غلي نه پاتې کیږي.

وتلی څیړنګار اؤ دپښتونخوا اولسي تحریک مشر ډاکټر سیدعالم محسود دپښتنو دې احتجاجونو ته د ملي پاڅون نوم ورکوي اؤ وایي کله چې په یو قام د ژوند دروازې وتړل شي هغوئ سره بیا د ملي پاڅون نه پرته بله لار نه پاتې کیږي دا د یو ملي پاڅون پیلامه ده چې خپل منطقي انجام ته به ځان رسوي.

دپښتنو ددغو احتجاجونو مهمې غوښتنې دادي چې هیواد کې دې دپښتنو د وژنو لړۍ ودرؤل شي، پوځ دې په امنیتي پوستو د پښتنو د زؤرؤلو څخه لاس واخلي، دپښتنو په ناقانونه وژنو کې ککړ ټول عناصر دې محکمو ته راکش کړل شي اؤ پښتنو ته دې پخپله خاوره د ازاد ژوند کولو حق ورکړل شي.

هرڅو که په پاکستاني میډیا دپښتنو دغه احتجاجونو اؤ غوښتنو ته وخت نه ورکړل کیږي خو په سوشل میډیا د هر لوري نه دپښتنو ددغه احتجاج په پلوي موثر غږونه پورته کیږي اؤ پښتنو دغه غوښتنې برحقه اؤ دپاکستان دائین اؤ قانون مطابق ګڼل کیږي.

په سوات کې چې کومو خلکو په امنیتي پوستو د پښتنو د زورؤنې په ضد پرامنه احتجاجي مظاهره راجوړه کړې وه دهغوئ په ضد پولیسو د ترهګرۍ مقدمې درج کړي دي اؤ په سوشل میډیا دبشري حقونو فعالین دپولیسو دغه ګام د ریاستي جبر د انتها په معنا بولي.

ډاکټر سیدعالم محسود وایي” اوس د پښتنو دپاره د ژوند اؤ مرګ ترمینځ فاصلې ختمې شوي دي، که څوک په داسې حالاتو کې دا سوچ لري چې په مقدمو یا ګواښونو به د یو ملي پاڅون مخه ونیسي نو دا یې خام خیالي ده”

ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ډاکټر محسود وویل “هاغه کوم زیاتی ؤ چې په دې خاوره پښتون سره ونه شو، په لکونو پښتانه ووژل شول، کورونه یې وران شول، مکتبونه یې په بمونو والوځول شول، روزګارونه ترې وتروړل شول ، اخر د څه دپاره ؟”

هغه وویل پښتانه نور ددې پوښتنې ځواب غواړي چې هغوئ چا ووژل اؤ ولې یې ووژل ؟ اؤ ریاست ته به دا ځواب ورکول وي.

دانګریزۍ ژبې د دي نیوز ورځپاڼې وتلی خبریال ښاغلی مشتاق یوسفزئ هم په دې نظر دی چې اوس په پاکستان په ځانګړي ډول دپښتنو سیمو کې حالات هاغه ډګر ته رسیدلي چې پوځ اؤ نورو امنیتي ادارو ته به دطاقت په زور د اولس دغلي کولو پځایې د اولس غوښتنو ته په سنجیدګۍ سره غوږ نیول وي.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي یوسفزي وویل” هرکله چې پوځ دپښتنو جائزو غوښتنو ته غوږ نه نیسي، سیاست ترې ځان لاتعلقه کړی ، میډیا پرې خپلې سترګې ګنډلي نو اخر دې خلکو سره د احتجاج نه پرته بله کومه لاره پاتې کیږي؟”

هغه وایي دالمړی ځل دی چې په دې احتجاجونو کې خلکو دپوځ په ضد بینرونه پورته کړي ، پځایې ددې چې اوس پوځ یا نورې ریاستي ادارې دغه خلک پورته کړي، ګواښونه ورته وکړي یا پرې مقدمې درج کړي پکار ده چې په سړه سینه په دې خبره غور وکړي چې ولې اخر اولس دې حد پورې ورسیدو چې دسر نه تیر دی خو دخپل زړه بړاس وباسي ؟

هغه وایي دا داحتجاج وروستی پړاؤ معلومیږي چې نیغ په نیغه خلک د پوځ اؤ امنیتي ادارو په ضد شعارونه ورکوي اؤ اوس هم وخت شته چې باید پوځ،سیاست اؤ میډیا دپښتنو برحقه غوښتنو ته غوږ ونیسي

دهغه په وینا که” چرې نن ددې خلکو خبرې وانه وریدل شوې اؤ په زور یې دغلي کولو هڅه وشوه نو لکه څنګه چې نن د بنګله دیش د ویش نه وروسته خلک وایي چې که مونږ دا کړی وی ملک به نه وی مات شوی اؤ که هغه مو کړی وی ، پاکستان به سلامت پاتې شوی ؤ ، خدانخواسته سبا مونږ په نني وضعیت دغسې افسوس ونکړو ، ځکه نو پکار ده چې نن په وخت حالاتو ته دحقیقت په تناظر کې وکتل شي”

په سوشل میډیا هم دپښتنو زلمو لخوا پرله پسې داحتجاج اؤ مزاحمت نه ډک پوسټونه مخې ته راځي اؤ یو شمیر پښتانه زلمي هاغو نورو سیمو ته هم د احتجاجي لړۍ دغځولو دپاره داولس رابیدارؤلو هڅې کوي چرته چې خلک د پوځ اؤ امنیتي ادارو د زیاتیو نه تنګ شوي دي.

دغه ټولو حالاتو ته په کتلو څیړونکي یوه پوښتنه راولاړوي چې ایا دبلوچستان نه وروسته دپاکستان په څلورو صوبو کې یوه بله صوبه خیبرپښتونخوا اؤ‌ قبائیلي سیمو کې حالات په هاغه لور خو نه دي روانې شوي چرته چې ریاست اؤ اولس یو بل ته په مورچه کې ناست لیدل کیږي؟

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG