لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون لاريون وروستو کورکمانډر پېښور د جنوبي وزيرستان سفر کړی


په کراچۍ کې د نقيب مسيد د وژنې وروستو د مشرانو جرګه
په کراچۍ کې د نقيب مسيد د وژنې وروستو د مشرانو جرګه

د پېښور کور کمانډر لفټننټ جنرال نزير احمدبټ په داسې حال کې د جنوبي وزيرستان سفر کړی او هلته يې د مسيدو د مشرانو سره ليدلي چې روانه مياشت په اسلام اباد کې پښتون لاريون د خپلو پينځه ؤ غوښتنو منلو دپاره لس ورځې ناسته کړې وه.

د پښتون لاريون احتجاجي ناسته وروستو له هغې وځنډول شوه چې حکومت ورته په ليکلې بڼه د غوښتنو منلو باور ورکړو.

د پېښور کورکمانډر د جنوبي وزيرستان د مسیدو د مشرانو سره په بروند علاقه کې ليدلي په جنګ ازادۍ، کشمير او ترهګرۍ پرضد جګړه کې يې د هغو قربانۍ ستايلي دي.

د پښتون لاريون د غوښتنو په ترڅ کې نوموړي ويلي د جنوبي وزيرستان په ګوټ ګوټ کې ماينونه او بارودي مواد ښخ کړی شوي او د ناکاره کولو په عمل کې يې ۴۶ پوځي سرتيري ژوبل شوي دي خو اوس د دغو ماينونو پاکولو دپاره ټولې سرچينې کارول کيږي.

خو نوموړي ويلي د پوځي چيک پوستو کمولو او تل پاتې امن په ځاې کولو دپاره به ورته لږ نور وخت پکار وي.

اسلام اباد کې پښتون لاريون دغه پينځه غوښتنې اېښودې وې،

١ـ د نقيب الله مسید قاتل دې ونیول شي او محاکمه دې کړی شي

٢ـ د عدالتونو د فیصلو بغیر دې ادارې قتلونه کول بند کړي

٣ ـ بې درکه کړی شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي

۴ ـ په فاټا کې دې د بدو پېښو د کیدلو څخه وروستو کرفیو (ګرځ بندیز) نه لګول کیږي

٥ ـ په فاټا کې دې ځمکني ماینونه (ښخ کړي بمونه) صفا کړی شي

د اسلام اباد د احتجاجي ناستې په وخت مشرانو د وزيراعظم، د ايي اېس ايي مشر او پوځي ویاند سره ليدنې شوې وې.

د کور کمانډر سره ليدنه کې شامل د مسيدو قبايلي جرګې غړي ملک صلاح الدين محسود ډيوه سره په خبرو کې وويل، "قبايلي مشرانو جرګې ته وويل مونږ پاکستانيان يو او د پاکستان وفادار يو مونږ د پاکستان دپاره قربانۍ ورکړي".

هغه زياته کړه دوي دا هم وويل چې" د حکومت سره چې زمونږ تاؤ تريخوالی پېدا شوی دا د غلط فهمو نتيجه ده مسيد قام د پاکستان وفادار دی او که چرته پاکستان ماتيږي هم نو مونږ به د وزيرستان نوم پاکستان ږدو".

هغه وويل دوي ګيله ځکه کوي چې ګيله د خپل حکومت نه کيږي.

خو بل لور ته د پښتون لاريون مشر منظور پشتين وايي حکومت ورسره غوښتنې منلي او د عملي کېدو باور يې ورکړی ؤ خو اوس پرې کار ډېر په قلاره روان دی.

ډيوه سره په خبرو کې پشتين وويل، "پښتون يو شوی دی مونږ په تېره دهرنا کې هم ثابته کړه چې مونږ څومره پرامن يُو او د پاکستان د ايين ترمخه مو خپل احتجاج وکړو، زمونږ د پرلت ځنډولو لس ورځې وشوې خو که حکومت زمونږ غوښتنې په سنجيدګۍ سره نه اخلي او مونږ بيا اسلام اباد تلو ته مجبور شو نو مونږ به دا ثابتوؤ چې پښتانه څومره متحد، تکړه، پیاوړي او باتور خلک دي او دا د بل څه دپاره نه د خپلو حقونو دپاره، د بل د جنګ دپاره نه، د خپل وطن د امن دپاره، دا په سوله راوستو کې څومره نر خلک دي، دا به ښايو".

اسلام اباد ته د پښتون لاريون نه وروستو په سوات کې په پوځي چيک پوستو د خلکو زورولو پرضد احتجاجي مظاهرې شوي او په باجوړ کې د يو پښتون ځوان د وژنې پرضد خلکو لاريون کړی دی.

د باجوړ احمدشاه په کراچۍ کې په ۱۷م فرورۍ وژل شوی او مړی يې کلي ته وړل شوی ؤ.

منظور پشتين نن د چهارشنبې په ورځ باجوړ ته د احمدشاه کورنۍ سره غمرازۍ له تلی او ويلي يې دي په ۲۵فرورۍ د سوات په ګراسي ګراؤنډ کې او په ۳م مارچ به کوټه کې جلسه کوي، ټولو خلکو ته يې په دغو جلسو کې د ګډون بلنه ورکړې ده

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG