لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتین:پښتانه نورې قربانۍ نه ورکوي،دهرظلم پوښتنه به کوي


منظور پشتین پیښور پوهنتون کې زده کوونکو ته وینا کوي
منظور پشتین پیښور پوهنتون کې زده کوونکو ته وینا کوي

دپښتنون تحفظ موومنټ مشر ښاغلي منظور پشتین ویلي پښتانه نور په هیڅ قیمت قربانیو ورکولو ته نه دي تیار ، ځکه چې په دې خاوره د پښتنو ډیرې وینې توئ شوې اؤ نور به هغوئ دځان په ضد د کیدونکي هر ظلم خلاف غږ پورته کوي

دپیښور پوهنتون د زده کوونکو بیلابیلو تنظیمونو اؤ محصلینو د پښتون تحفظ موومنټ مشر ښاغلي منظور پشتین ته ډاډ ورکړی چې هغوئ به دقامي بیدارۍ په تحریک اؤ دپښتنو دحقونو ترلاسه کولو په امناکه مبارزه کې دپښتون تحفط موومنټ کلک ملاتړ کوي.

ښاغلی منظور پشتین نن د پنجنشنبې په ورځ پیښور پوهنتون ته ورغلی چې دغلته یې دبیلابیلو څانګو زده کوونکو اؤ دمحصلینو اتحادیو تود هرکلی کړی دی.

دزده کوونکو د اتحادیو مشرانو په دغه مهال راجوړې شوې دستورې ته پخپلو وینا ګانو کې ویلي منظور پشتین دکوم سیاسي ګوند سره تړاؤ نه لري بلکې ټولو ګوندونو اؤ مشرانو ته درناوی ورکوي.

هغوئ وویل پښتون تحفظ موومنټ پخپله مبارزه کې د تشدد پځایې دامن ، مینې اؤ ورورولۍ لاره خپله کړې ده اؤ پښتنو سره چې په مختلفو سیمو کې کوم زیاتی کیږي د هغې په ضد خپل غږ په ډاګه پورته کوي.

زده کوونکو ته پخپله وینا کې ښاغلي منظور پشتین وویل تر دې مهاله پښتنو ډیرې قربانۍ ورکړې ، بچي یې ووژل شول ، کورونه یې وران شول، دره په دره شول خو نور پښتانه قربانیو ورکولو ته نه دي تیار .

هغه وویل پښتانه ژوند غواړي اؤ ددې دپاره زلمي راپورته شوي یو نوی تاریخ رقم کوي.

هغه زیاته کړه د پښتنو روانه مبارزه به هلته د بریالیتوب درشلې ته ننوځي چې پښتانه خپلو کې یو موټی اؤ اتفاق شي.

د ډیزاسټر منیجمنټ یو زده کوونکي ښاغلي عابد په دغه موقعه ډیوه ته ویلي “منظور پشتین چې په کوم رقم دا زده کوونکي دځان سره راپاڅوي،بیلابیلو سیمو ته ځي،پښتانه رایو ځایې کوي، دجنګ خبرې ختموي، د ورورولۍ اؤ امن خبرې کوي نو دا ښایي چې ډیر زر به پښتانه ددې عذاب څخه په امان شي اؤ‌خپلواکي به ترلاسه کړي”

هغه وویل تر دې مهاله چې پښتنو سره تر دې مهاله څومره زیاتي شوي دهغې غټ علت دا ؤ چې پښتنو به په ګډه خپل غږ نه پورته کولو خو اسلام اباد کې دنقیب مسید د وژنې په ضد چې منظور په کوم ډول احتجاج وکړو اؤ ټولو ګوندونو پکې برخه واخسته دا ښایي که پښتانه خپلو ستونزو ته همداسې ویښ پاتي شي نو هیڅوک یې دخپلو حقونو اخستو څخه نه شي منعې کولی.

دمنظور پشتین د وینا اؤ دهغه مبارزې په اړوند دمحصلینو د تاثراتو نور تفصیلات پیښور نه د ډیوه دخبریال مدثر شاه په لاندې غږئیز رپورټ کې اوریدلی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG