لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي اېس اېل: پېښور زلمي د ملتان سلطان نه ماتې خوړلې


د پاکستان سپر ليګ (پي اې اېل) درېم په لمړۍ سيالۍ کې د پېښور زلمي کرکټ لوبډلې د ملتان سلطان لوبډلې څخه په اووه وکټو ماتې خوړلې ده.

د متحده عرب اماراتو په دوبۍ نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوې سيالۍ پچه، ټاس د سلطان لوبډلې کپتان شعېب ملک ګټلی او د پېښور زلمي لوبډلې ته يې لمړی بيټنګ ورکړی ؤ.

د پېښور زلمي لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې په شپږو لوبغاړو سوځېدو ۱۵۱ رنزونه جوړ کړي وو.

ټاکلی هدف د ملتان سلطان لوبډلې په ۲۰م اوور کې په درې لوبغاړو اؤټ کېدو ترسره کړو او لوبه يې په اووه وکټو وګټله.

د زلمي لوبډله کې محمدحفيظ ۵۹ رنزونه جوړ کړي او کپتان ډېرېن سمي په ۱۱ بالونو په ۲۹ رنزونو جوړولو کې کامياب شوی.

د سلطان لوبډلې کماراسنګارا ۵۷ او شعېب ملک ۴۲ رنزونه جوړ کړي وو.

د پېښور زلمي په بالرانو کې وهاب رياض دوه وکټې اخستې، او د سلطان محمدعرفان هم په دوه وکټواخستو کې بريالی شوی ؤ.

د پېښور زلمي لوبډلې د کال ۲۰۱۷م د پي اېس اېل اتلولي ګټلې او ملتان سلطان په لمړي ځل پي اېس اېل کې برخه اخلي.

د پي اېس اېل درېم سيالۍ بېګاه شپه د يوې خوندورې دستورې سره پېل شوي دي.

پي اېس اېل درېم کې شپږ لوبډلې برخه اخلي له دې وړاندې دوه ځله په دغو سياليو کې پينځه لوبډلې شامل وې.

نن د پاکستان په وخت مازيګر څلور بجې د کراچۍ کنګز او کوټه ګلېډي اېټرز لوبډلې مخامخ کيږي او ماسخوتن د ملتان سلطان او لاهور قلندر ترمنځ سيالي ده.

پېښور زلمي به خپله دوېمه لوبه سبا په ۲۴م فرورۍ څلورنيمې بجې د اسلام اباد يونائټډ سره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG