په افغانستان کې د امريکايي او نړيوالو ځواکونو مشر جنرال جان نکلسن ويلي دا وخت په افغانستان کې نزدې ۱۵۰۰ داعشيان شتون لري چې زياتره يې د هېواد په ختيځو برخو کې دي.
د پژواک ترمخه جنرال نیکلسن په کابل کې خبريالانو سره په خبرو کې د روس لخوا په افغانستان کې د داعش د شتون په تړاؤ ادعا رد کړې ده.
نوموړي دا هم ويلي چې روس دې داعش ته د ماتې ورکولو دپاره د طالبانو په ځای د افغان حکومت ملاتړ وکړي.
د روانې مياشتې په لمړو کې پاکستان کې د روس سفير اليکسي ديدوف د نوم اخستو پرته ويلي ؤ چې ځينې ځايي او نړيوال پټ لاسونه دي چې د افغانستان په شمال کې د داعش په ليکو کې د زرګونو کورنيو او بهرنيو ترهګرو ځاې کولو کې مرسته کوي.
د روس سره ايران هم په امریکا تور لګوي چې په افغانستان کې د داعش په راپورته کولو کې لاس لري.
خو امريکا دغه تورونه په کلکه ردوي او وايي افغانستان کې يې د داعش پرضد عمليات دوام لري او د داعش فعاليتونه يې څو علاقو ته رامحدود کړي دي.
نزدې دوه اوونۍ وړاندې په افغانستان کې د حزب اسلامي ډلې مشر ګلبدین حکمتیار تور لګولی، ایران له سوریې (شام) او عراق څخه خپل پلویان د داعش د غړو په نامه افغانستان ته رالیږلي دي.
حکمتیار ویلي، ایران غواړي د داعش له پروژې څخه په افغانستان کې هغه څه ترلاسه کړي کوم چې څه يې چې په سوریه اوعراق کې یې ترلاسه کړي دي.
څو ورځې وړاندې د روس د بهرنيو چارو وزیر سرګي لاروف په ماسکو کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف سره په ګډه خبريالانو سره په خبرو کې ویلي ؤ، داعش په افغانستان کې جدي (سنجيده) مسله ده په زرګونو سرتيري لري او دا شمېره ورځ تر بلې سېوا کيږي خو د داعش پرضد د امريکا او نېټو ځواکونه هغه رنګ عمليات نه کوي څنګه چې پکار دي.
کابل کې د امريکې سفير جان باس د روس دغه تور په کلکه رد کړی چې په افغانستان کې داعش ډله امريکې راپورته کړې ده.
روس او امریکا د تېرې يوې مودې نه د افغانستان د پاليسۍ په اړوند په يو بل ټکونه کوي.
امريکا په روس تور لګوي چې په افغانستان کې د طالبانو مرستې کوي د چا پرضد چې امريکايي او نړيوال ځواکونه په جګړه دي خو روس دغه تورونه ردوي.