لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پټهان وايي "د ظلم خلاف مو بغاوت کړی دی"


پټهان عبدالخالق
پټهان عبدالخالق

د قبايلي سيمې منځنۍ کرمې څخه پېښور ته راغلي احتجاجي لاریون مشري کونکی پټهان عبدالخالق وايي "په سیمه کې ورسره د ظلم دپاسه ظلم روان دی او د نن پس مونږد ظلم خلاف بغاوت کړی دی".

پټهان وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وویل پېښور ته د خپلو غوښتنو منلو ته راغلي او" خپلو پښتنو وروڼو ته يې امېد راوړی دی د وزيرستان، باجوړ، مومند ټولو قبايلوپښتنو ته يې راوړی دی چې حرکت کول دي پښتونه، رامخکې کېدل دي پښتونه، زه چې خپلې مسلې ته په خپله نه راپاڅم زما د مسلې څوک نشته".

د پېښور پرېس کلب مخې ته د احتجاجي پرلت په مهال نوموړي وويل، "که چرته زمونږ مسلې حکومت په سنجيدګي سره نه اخلي، زه به نن هم پرامن کښېنم زه به سبا هم پرامن کښېنم دا خلک خو ډېر محرومه دي په قافلو قافلو راروان دي حکومت ته به يې سمبالول بيا ډېر ګران شي".

د منځنۍ کرمې څخه احتجاجي لاریون کوونکي د يکشنبې، اتوار په ورځ راروان شوي بېګاه شپه پېښور ته رارسېدلي او د پېښور پرېس کلب مخې ته په احتجاجي پرلت ناست دي.

پټهان وايي "منځنۍ کرمه د اوسېدو قابله نه ده ځنګل دی هلته دوي د ژوند هيڅ بنیادي اسانتياوې نه لري ځکه دوي راغلي دي".

هغه وويل د منځنۍ کرمې د خلکو سره يو ظلم دغه شوی دی چې کورونه يې ورله وران کړي او بل ظلم ورسره اوس کيږي چې مرستې ورسره نه کيږي څوک يې تپوس نه کوي او نه ورته بنيادي انسانتياوې ورکول کيږي.

هغه زياته کړه د ګورنر ترڅنګ يې يو حکومتي چارواکی هم تپوس له نه ورځي، ځکه دوي په خپله د خپلو حقونو غوښتو دپاره پېښور ته راغلل.

پټهان وويل پينځه غوښتنې لري او چې څو پورې يې غوښتنې نه وي منل شوي بيرته نه ځي.

د منځنۍ کرمې د لاريون کوونکو پينځه غوښتنې:

١: حکومت دې په عملیاتو کې د ړنګو شوو کورونو د تاوان ورکولو لپاره تصديق او تصوير نه غواړي.

٢: په سيمه کې د جګړې د لاسه ١٨٠٠٠ ځپل شوو کډوالو ته دې منظور کړی شوی امداد سمدټکه ورکړې شي.

٣ :د این ای ٣٨ ودرول شوی ترقیاتي فنډ اته کروړه روپۍ سمدټکه ورکړې شي.

۴: په سیمه کې د سوونو کالو راهسې میشت افريدي قوم دې په ځايي سرکاري کاته کې شامل کړې شي.

٥: په سیمه کې دې د نادرا دفتر او کیډېټ کالج جوړ شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG