لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اېګزيکټ مشر شعېب شېخ په غېرقانونه پېسو لېږلو کې بيا نيول شوی


د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې اېف ايي د شخصي ايي ټي کمپنۍ او بول ټي وي مشر شعېب شېخ د مني لانډرنګ يا غېرقانونه پېسو لېږلو په مقدمه کې د هغې وروستو نيولی چې عدالت يې حفاظتي ضمانت رد کړی دی.

شعېب شېخ د هغه په ښځه او کمپنۍ په نورو کسانو يې د جعلي ډګريانو خرڅولو مقدمه هم روانه ده، د اېف ايي ترمخه اېګزېکټ د کال ۲۰۱۰م نه تر ۲۰۱۵م پورې د دوه لاکه ۴۰ زرو نه په زياتو بهر ملکيانو محصلينو جعلي ډګريانې او ډپلومې خرڅې کړي او د دغه لارې د خلکو نه په ملينونو ډالره وهلې وو.

شعېب شېخ او کمپني يې په دوي لګېدلي تورونه ردوي خو په دغه تور کې نوموړي او د هغه د کمپنۍ ۱۱ کسانو نزدې يو نيم کال بند تېر کړی دی.

تېره مياشت د سپريم کورټ مشر قاضي ثاقب نثار د جعلي ډګريانو په قضيه کې خپل ځاني نوټس هم اخستی دی.

مرکزي تحقيقاتي ادارې اېف ايي ای سندهـ هائيکورټ ته د شعېب شېخ د بري کېدو پرضد خواست کړی او عدالت پرون د دوشنبې په ورځ حکم کړی چې د شعېب شېخ په ګډون ټولوتورنو ملزمانو پرضد دې د سيشن عدالت کې بيا مقدمه وچليږي او په درېو مياشتو کې دې فېصله شي.

سندهـ هائيکورټ د شعېب شېخ حفاظتي ضمانت رد کړی او اېف ايي ای بيا هغه د عدالت نه بهر نيولی دی.

ياده قضيه کې محمديونس او جنېد نومې تن شامل دي او په دوي تور دی چې د پاکستان نه يې ۱۷ کروړه روپۍ په غېر قانونه لار حواله يا هنډۍ د ملک څخه بهرلېږلي دي.

مرستیال څارنوال (اډيشنل اټارني جنرال) سلمان طالب الدين ويلي دغو کسانو به د شعېب شېخ په وېنا اکاؤنټونه چلول او دوي د کراچۍ او اسلام اباد څخه په بهر ملکونو کې جعلي ډګريانې خرڅې کړي او ترلاسه کړې پېسې يې د شعېب شېخ د مور په اکاؤنټ کې په بهرنيو پېسو کې جمع کړي دي.

دغه پېسې بياد شعېب شېخ اکاؤنټ ته اړول شوي او پاکستان ته راوړی شوي دي.

د شېخ وکیلانو عدالت ته ويلي اېف ايي ای تراوسه پورې غېرقانونه پېسې نه دي ثابت کړي او په هغه د حوالې يا هنډۍ مقدمه نشي جوړېدی ټولې پېسې په قانوني توګه لېږل شوي ځکه سيشن عدالت هغه بري کړی ؤ.

اېف ايي ای د هغه د بري کېدو پرضد هائيکورټ ته خواست کړی او هائيکورټ د خواست منظورولو ترڅنګ بيا سيشن کورټ ته په درېو مياشتو کې د مقدمې فېصله کولو امر کړی دی.

شعېب شېخ د جعلي ډګريانو په مقدمه کې په کال ۲۰۱۵ م کې وروستو له هغې ونيول شو چې په نيويارک ټائمز کې په دغه اړوند يو خبر خپور شو او اېف ايي د هغه د کمپنۍ په لویه شمېره کې ډګريانې او نور مواد ترلاسه کړل او بيا د هغه کمپنۍ هم تړل شوې وه.

XS
SM
MD
LG