لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

"په ليکلې بڼه د غوښتنو منلو پورې احتجاجي ناسته نه ختموؤ"، پټهان


د کرمې احتجاج کوونکي

د قبايلي سيمې منځنۍ کرمې اوسېدونکي وايي "چې څو پورې ورته حکومت په ليکلې بڼه د غوښتنو منلو باور نه وي ورکړی تر هغې به احتجاجي ناستې ته دوام ورکوي".

د منځنۍ کرمې سره تعلق لرونکي په سلګونو کسان د پرون راهسې د پېښور پرېس کلب مخې ته په احتجاج ناست دي، دوي د اتوار په ورځ پېښور ته د لاريون په شکل کې راغلي دي.

د احتجاجي ناستې مشر پټهان عبدالخالق ډيوه سره په خبرو کې وويل، "بېګاه راسره د فاټا سيکرټرېټ او ګورنر استازي ليدلي او د غوښتنومنلوپه اړه مو ورسره خبرې کړي دي".

هغه وويل "چارواکي راسره خبرې مني خو تر څو يې چې په ليکلې بڼه د غوښتنو منلو ډاډ نه وي راکړی احتجاجي ناسته نه ختموؤ او نن راته نور خلک هم راروان دي".

پټهان وويل تېره شپه پرې باران شوی او مشرانو بوډاګانو باران ته شپه تېره کړې ده خو حوصله يې نه ده ماته شوې او احتجاجي ناستې ته دوام ورکوي.

د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پشتين هم د کرمې د احتجاجي ناستې سره د ملاتړ ويلي او زیاته کړې يې ده چې د غورځنګ ځينې کسان يې ورلېږلې هم دي.

پښتون تحفظ قومي مومنټ هم په اسلام اباد کې وروستو له هغې خپله احتجاجي ناسته ځنډولې وه چې څو يې د غوښتنو په ليکلې بڼه د منلو باور نه ؤ ورکړی شوی.

د منځنۍ کرمې احتجاج کوونکي پينځه غوښتنې لري،

١: حکومت دې په عملیاتو کې د ړنګو شوو کورونو د تاوان ورکولو لپاره تصديق او تصوير نه غواړي.

٢: په سيمه کې د جګړې د لاسه ١٨٠٠٠ ځپل شوو کډوالو ته دې منظور کړی شوی امداد سمدټکه ورکړې شي.

٣ :د این ای ٣٨ ودرول شوی ترقیاتي فنډ اته کروړه روپۍ سمدټکه ورکړې شي.

۴: په سیمه کې د سوونو کالو راهسې میشت افريدي قوم دې په ځايي سرکاري کاته کې شامل کړې شي.

٥: په سیمه کې دې د نادرا دفتر او کیډېټ کالج جوړ شي.

د کرمې احتجاج کوونکي د وزيراعظم، پوځي مشر او ګورنر خېبرپښتونخوا نه انصاف غواړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​

XS
SM
MD
LG