لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت د مشال د وژنې په مقدمه کې د ۲۵ مجرمانو سزا معطل کړې


مشال خان
مشال خان

د پېښورهائيکورټ د اېبټ اباد څانګې د مشال خان د وژنې په مقدمه کې د هغو ۲۵ مجرمانو سزا معطل کړې چې څلور کاله بند ورته اورول شوی او د هغو د خوشي کېدو ضمانتونه يې منظور کړي دي.

د سزاوار شوؤ مجرمانو وکيل افتخار مايار ډيوه سره په خبرو کې وويل چې د دغو کسانو د سزا معطل کولو پرضد دوي خواست کړی ؤ او هغه منظور کړی شو.

د مشال خان د وژنې په مقدمه کې د اورول شوې فېصلې پرضد پېښور هائيکورټ کې خواست کوونکی وکيل فضل خان اېډوکېټ وايي "سري دست د اېبټ اباد د عدالت فېصله غلطه ده".

ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل يو خو دوي په پېښور هائيکورټ کې د دغه فېصلې پرضد اپيلونه کړي او بل دا چې "د دغو کسانو پرضدپه خواستونو کې د مشال کورنۍ يا وکيلان هم نه دي غوښتل شوي د هغوي نه پکې هم تپوس پکار ؤ ځکه چې يو فريق پکې هغوي دي".

هغه زياته کړه چې د دغه فېصلې تفصيل دوي ته راشي د هغې وروستو به پرې نورې خبرې کوي خو په سمدستي توګه به دوي د دغه فېصلې پرضد هم اپيل کوي.

د روانې مياشتې په اوومه نېټه د خېبرپښتونخوا په هري پور زندان کې د ترهګرۍ د مخنیوي د عدالت قاضي فضل سبحان د مشال خان د وژنې د مقدمې فېصله اورولې وه.

په دغه فېصله کې يو تن ته د مرګ ، پينځه ؤ ته د عمري بند او ۲۵ نورو ته د څلورو څلورو کالو بند سزا اورول شوې او ۲۶ کسان خوشي کړی شوي وو.

افتخار مایار وايي دوي د ۲۵ کسانو چې څلور کاله سزا ورته اورول شوې د هغو دپاره خواستونه کړي ځکه چې دوي د يو کال پورې موده په جېل کې تېره کړې ده.

خو بل لور ته دوه ورځې وړاندې د مشال د پلار اقبال خان پينځه وکيلانو د اوومې فرورۍ په فېصله کې د سزاګانو پرضد اپيلونه کړي وو.

له دې وړاندې د مشال ورور د ۲۶ خوشي شوؤ کسانو د خوشي کېدو پرضد هائيکورټ ته خواست کړی ؤ.

د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د ژورنالزم د څانګې زده کوونکی مشال خان د ۲۰۱۷م د اپرېل د مياشتې په ۱۳م نېټه د هغه زده کوونکو ملګرو او د پوهنتون انتظاميې د مذهب د سپکاوي په تور په تشدد او ډزو وژلی ؤ.

دمردان پولیسو د مشال دوژنې په تور ۵۸ کسان نیولي او درې تنه تراوسه مخروران دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG