د کوټې په سمنګلي سړک باندې د نامالومو وسله والو په بريد کې دوه پوليس سرتيري وژل شوي او يو لاروی ماشوم ژوبل شوی دی.
د کوټې د پوليس مشر ډي ايي جي عبدالرزاق چيمه ويلي، وسله والو د پوليس افسر ډي اېس پي حميدالله دستي په ګاډي بريد کړی او په برید کې دستي په خپله روغ وتی او ساتونکي دوه پوليس يې په ځای وژل شوي دي.
پوليس مشر ویلي دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې حميدالله دستي نن د چهارشنبې، شورو په سهار د خپل کور څخه دفتر په لار ؤ او درې تنه وسله والو پرې بريد کړی دی.
وسله وال بريد کوونکي د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي چارواکي وايي علاقه يې په ګېره کې اخستې ده.
بريد کې ژوبل لاروی ماشوم روغتون ته وړل شوی دی.
په سمدستي ډول د برید زمه واري چا نه ده منلې.
کوټه کې په وروستيو کې په پوليس او ملېشې ځواک باندې وسله وال بريدونه سېوا شوي دي.
د ناامنۍ سره مخ بلوچستان صوبې په سر ښار کوټه کې د روان کال په لمړو دوه مياشتو کې په پوليس او ملېشې ځواک اووه وژونکي بريدونه شوي دي.
کوټه کې امنيتي سرتيري په داسې حال کې په هدف کيږي چې وخت په وخت امنيتي ادارې په ملک کې روان د ردالفساد عملياتو کې په بلوچستان کې د لاس ته راوړنو ادعاوې کوي.