د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي ای) ويلي د نقيب مسيد د وژنې په مقدمه کې مطلوب پخوانی پوليس افسر راؤ انوار د ملک نه بهر نه دی تلی.
د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه اېف ايي ای ويلي راؤ انوار د کوم هوايي ډګرڅخه بهر نه دی تلی او ادارې د راؤ انوار په اړوند قطر، ايران، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو ته خبر هم کړی دی.
قطر ځواب کړی د راؤ انوار په نوم تن قطر ته نه دی راغلی او متحده عرب اماراتو ويلي راؤ انوار په ۳۰م ستمبر ۲۰۱۷م د دوبۍ نه وتلی او بیرته بيا نه دی راغلی.
د نقيب مسيد د وژنې د خپل ځاني نوټس په وروستۍ اورېدنه کې سپريم کورټ د سندهـ پوليس مشر الله ډنو خواجه په خواست ټولو استخباراتي ادارو ته لارښوونه کړې وه چې د راؤ انوار په مالومولو کې د پوليس مرسته وکړي.
راؤ انوار د جنورۍ په ۱۳م نېټه په کراچۍ کې په يوه جعلي مقابله کې نقيب الله مسيد سره د درېو نورو تنو وژلی او د ترهګرو د وژنې ادعا يې کړې وه خو د نقيب کورنۍ دغه ادعا کړې او وروستو د پوليس لوړ پوړو افسرانو پلټنيزې ډلې دې مقابلې ته جعلي ويلي ؤ.
په ۲۳م جنورۍ د نقيب مسيد د پلار محمدخان په مدعيت په راؤ انوار او د هغه سره پوليس ډله باندې د نقيب د وژنې مقدمې درج شوې او هم په دغه ورځ خبر مخې ته راغلی چې هغه د اسلام اباد بېنظيربټو نړیوال هوايي ډګر نه بهر د تلو هڅه کوله خو منع کړی شوی ؤ.
د نقيب مسيد پلار محمدخان پرون د پنجشنبې، زیارت په ورځ اسلام اباد پرېس کلب کې د پښتون لويې جرګې سره په ګډه خبري غونډې ته په وېنا کې غوښته کړې راؤ انوار دې عدالت حاضر کړی شي او دوي ته دې انصاف ورکړی شي.
د نقيب پلار او د جرګې مشرانو ګواښ کړی که راؤ انوار د سپريم کورټ په راتلونکې اورېدنه عدالت ته حاضر نه کړی شو نو ټول ملک کې به احتجاجونه پېل کړي.
د پاکستان پيپلزګوند شريک مشر پخواني صدر اصف علي زرداري چې د راؤ انوار نزدې ملګری ګڼل کيږي څو ورځې وړاندې يې راؤ انوار ته زړور ماشوم ويلي ؤ او بيا يې په خپله سپيناوي هم کړی ؤ خو اوس هم په ټولنيزو رسنیو په پيپلزګوند د راؤانوار په اړوند کيږي.