لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دموسیقۍ دازادۍ نړیواله ورځ اؤ دپښتنو په سیمه د موسیقۍ وضعیت


نن په دریم مارچ په نړۍ کې دموسیقۍ دازادۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې په پښتنه ټولنه کې موسیقي دیو شمیر بندیزونو لاندې ده اؤ تر دې مهاله ګڼ شمیر پښتانه سندرغاړي د سندرو ویلو په جرم یا خو وژل شوي اؤ یاهم دهنر نه په لاس اخستلو مجبوره کړل شوي دي .

په نزدې وختونو کې دپښتنو په یو شمیر سیمو کې لیدل شوي چې تندروه فکر لرونکو خلکو په عام محضر کې دموسیقۍ الات سوزولي اؤ موسیقۍ سره تړلو هنرمندانو ته یې ددغه فن څخه دلاس اخستلو ګواښونه کړي.

دپښتو تکړه سندرغاړی ښاغلی بختیار خټک وایي دپښتنو په سیمه کې په بحراني صورتحال کې هم پښتو موسیقۍ ډیره وده کړې ده خو پښتانه سندرغاړي په شا دیکه شوي اؤ نه شي کولی چې دجدید دور دتقاضو سره سم د موسیقۍ نه ګټه واخلي.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ښاغلي بختیار خټک وویل په پاکستان کې دموسیقۍ د ازادۍ د نړیوالې ورځې نمانځلو شعور دتیرو څو نزدې کلونو نه پیدا شوی اؤ په دې ورځ عموماً د سیمه ییزو ژبو د موسیقۍ اؤ هنرمندانو د تحفظ ژمنې کیږي .

دبختیار خټک وینا ده وړاندې به پښتنو سندرغاړو خپلې کیسټې ریکارډ کولې چې په هغې کې به د سازنده ؤ روزګار هم روان ، دموسیقۍ دپلورونکو دوکاندارانو اؤ دسندرغاړو هم د رزق ګټلو کار جوړ ؤ خو اوس چې دکمپیوټر دور شروع شوی نو دغه هرڅه په ټپه ودریدل.

“اوس هرڅه کمپیوټر اؤ یو ایس بي ته راغلي دي، یو هنرمند خپله یوه سندره په شل اؤ دیرش زره روپۍ ریکارډ کړي خو بیا یې ترې څوک نه اخلي ، ځکه چې اوس سندرې په انټرنیټ ریلیز کیږي اؤ پښتون فنکار دانټرنیټ نه دګټې اخستلو په چل نه پوهیږي”

بختیار خټک وایي حکومت هم د موسیقۍ د ودې دپاره لاس پښه وهي خو دجدید دور دتقاضو نه اګاهي نه لري چې څنګه سندره اؤ سندرغاړی باید ژوندی اؤ توانا وساتي.

دپښتو دغه زلمی هنرمند وایي که چرې حکومت دفن اؤ هنر سره تړلي د کمپیوټر اؤ انټرنیټ دټیګنالوجۍ نه باخبره تعلیم یافته زلمي رامخکې کړي اؤ هغوئ نه دجدید وور دتقاضو سره سمې مشورې وغواړي اؤ په هغې عمل وکړي نو پښتو موسیقي به نه یوازې د نړیوالې موسیقۍ سره سم خپل ژوند ته دوام اؤ پرمختګ ورکړی شي بلکې پښتون فنکار به هم اسوده شي.

دپښتو ستر موسیقار استاد ماس خان بیا ګیله کوي چې خلک د موسیقۍ د ازادۍ خبرې کوي خو په پښتنه خاوره کې خو یو سندرغاړي ته ژوند کول هم سخت شوي دي.

ډیوه ته استاد ماس خان وویل “زمونږ ګڼ سندرغاړي تر دې وخته حملو کې وژل شوي، ګڼ دملګ په پریښودو مجبور شوي، ددهشت ګردۍ اؤ انتها پسندۍ په وجه فنکاران په ازاد مټ دموسیقۍ محفلونو ته نه شي ورتللی”

استاد ماس خان زیاته کړه دا وخت دپښتو موسیقۍ سره تړلي ډیر مهم اؤ تکړه هنرمندان په کورونو بې روزګاره ناست دي اؤ دخپلو بچو رزق ته حیران دي.

خو وتلی هنرمند ارشد حسین چې پخپله د کلتور د ودې یو مدني فعال هم دی بیا وایي موسیقي په اصل کې دیو داسې طاقت نوم دی چې په پرمختللو ټولنو کې پرې خلک د ټولنیزو بدلونونو تحریکونه پرمخ وړي ولې له بده مرغه دلته د موسیقۍ څانګې ته هاغه هومره پاملرنه نه ده شوې څومره چې ورته اړتیا لیدل کیږي.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي ارشد حسین وویل که ریاست موسیقۍ ته پاملرنه وکړي نو له دې لارې ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب ته هم ماتې ورکولی شي اؤ زړه پورې ټولنیز بدلونونه هم په موسیقۍ رامینځته کولی شي.

د موسیقۍ دازادۍ دنړیوالې ورځې په مناسبت خیبرپښتونخوا صوبه کې دبیلابیلو دستورو راجوړؤلو تابیا هم شوې ده چې پکې به دموسیقۍ په موجوده وضعیت خبرې اترې کیږي.

دخیبرپښتونخوا صوبې ګڼ شمیر ښځینه سندرغاړې تر دې مهاله په بریدونو کې وژل شوي اؤ په یو شمیر سړو سندرغاړو هم ترهګریز بریدونه شوي.

دپښتو ګڼ شمیر لویې سندرغاړي اؤ فنکاران دا مهال دپاکستان نه بهر په ژوند کولو مجبوره دي چې په هغوئ کې دسردارعلي ټکر، هارون بادشاه، ګلزار عالم اؤ عالمزیب مجاهد نومونه په خاص ډول دیادؤلو وړ دي.

اؤ ددې ترڅنګ یو شمیر مشران سندرغاړي په پښتونخوا صوبه کې د بیمارۍ دلاسه بې وسه په کټ پراته دي.

په دغو ناروغه هنرمندانو کې د استادخیال محمد ، استاد هدایت الله، زرڅانګې بي بي، اکبرحسین استاد اؤ احمد ګل استاد نومونه د یادؤلو دي چې وایي د علاج دپاره هم دپیسو وس دست نه لري

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG