لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دموسیقۍ د ازادۍ ورځ زرڅانګه په کوم حال تیروي ؟


نن دموسیقۍ د ازادۍ نړیواله ورځ نمانځل کیږي خو دپښتو یوه ستره فولکلوري سندرغاړې زرڅانګه چې قابو نیمه پیړۍ ژوند یې دموسیقۍ خدمت ته بخښلی وایي “هیڅ نه ده خبر چې دا د څه ورځ ده اؤ څه پکې کیږي؟”

په ننۍ ورځ پیښور کې د موسیقۍ دازادۍ د ورځې په مناسبت دستورو جوړولو تابیا هم شوې ده خو زرڅانګه نه ریاست اؤ نه اولس دغو غونډو ته بللې ده اؤ هغه نن هم دپیښور سره نږدې د اضاخیلو په سیمه کې پخپل یو کچه خاورین کور کې دنور کله پشان د کور په کارونو اؤ څاروؤ له په ګیاه کولو بوخته ده.

زرڅانګه دپښتو هاغه لویه اؤ بې بدیله سندرغاړې ده چې په ټوله نړۍ کې دخپل خوږ غږ په کروړونو مینه وال لري،

هغې په زرګونو فولکلوريکې سندرې اؤ کاکړۍ غاړې ویلي، دنړۍ هر لویې هیواد ته یې سفر ته کړی اؤ هلته یې دخپل کلتور اؤ موسیقۍ نه خلک خبر کړي.

دپاکستان حکومت ورته دفني اعتراف په توګه صدارتي جائزه ورکړې ده خو ددې ترڅنګ یې په امریکا، برتانیه، کاناډا، فرانس، جرمني ،افغانستان اؤ دنړۍ ګڼو نورو هیوادونو کې هم بې شمیره جائزې اؤ ایوارډونه ګټلي دي.

زرڅانګه څوک ده اؤ سندرو ته څنګه راغله؟

هغې ته دخپل پیدائښت کال اؤ نیټه نه ده معلومه اؤ نه ورته دا معلومات شته چې چرته زیږیدلې ده بس دومره ورته معلومه ده چې دپلار نوم یې پرویز ؤ تعلق یې دټانک سیمې سره ؤ اؤ په خیټه بیټینی ؤ.

هغه دا هم وایي چې د ګډبنو یا شپونکیانو د قبیلې سره تعلق لري اؤ سترګې یې هم په یوه خیمه کې غړولي دي.

مور یې دګل امام سیمې وه خو زرڅانګه لا وړه وه چې هغه مړه شوه اؤ بیا زرڅانګې خپل ماشومتوب اؤ پیغلتوب د ګډو رمه پسې په غرونو اؤ میدانونو کې په ابله پښو مزلو تیر کړی.

ډیوه راډیو سره خبرو کې زرڅانګه خپل دغه زاړه وختونه په دې ټکو یادوي “ماشومه وم ، ببر سر اؤ ابله پښې په ټوله ورځ د ګډو رمه پسې روانه وم ، دځان سره به مې دا سندره ویله ، راوړه بندی،بندی چې وپیلونه// جانانه بیرې له راځه چې وځانګونه، پلار به مې په سندرو راته قهریدو، راوبه یې نیولم اؤ په مخ به یې رانه تټوړې ویستې چې دا سندرې مه وایه ، خو ما ورته ویل ابا زما شوق دی”

زرڅانګه وایي دسندرو په دغه شوق کې دپیغلتوب درشل ته ورسیده اؤ بیا چې یوه ورځ دهغوئ په چم کې دهغې د یو ګاونډي واده جوړ شو نو دغه موقعه یې د هنرمندې په توګه مخې ته د راتلو سوب وګرځیده

“واده له ډیرې جینکۍ راټولې شوې وې ، خانک یې غږولو دهغې سره یې لوبې ویلې، چا کله ما لوبې وویلې نو زما یو استاد ؤ هغه ډیرې خوښې کړې اؤ زما پلار ته یې وویل ددې جینۍ اواز ښه دی ، ریډو ته یې بوځم خو پلار مې اجازه نه ورکوله”

زرڅانګه وایي په ډیرو منتونو یې دپلار نه ریډیو ته د تګ اجازه ترلاسه کړه اؤ بیا په هغه وخت کې د ریډیو پاکستان دموسیقۍ دڅانګې مشر ارواښاد رشیدعلي دهقان چې د زرڅانګې اواز واوریدو نو پرته له اډیشن یې هغې ته ریډیو کې د سندرو موقعه ورکړه اؤ بیا دومره مشهوره شوه چې د نړۍ په ګوټ ، کوټ کې یې پښتانه دخپل جادوګر غږ نه اغیزمن کړل.

خان تحصیل سره یې څه رشته وه

هغې ډیرې سندرې دخپل خاوند د تره زوئ خان تحصیل سره یو ځایې ویلي دي اؤ ډیر خلک دا ګمان کوي چې ګنې زرڅانګه اؤ خان تحصیل خپلو کې ښځه اؤ خاوند وؤ خو زرڅانګه وایي چې خان تحصیل سره یې یوازې خانداني رشته وه.

هغه په ملا جان نومې یو ګډبه واده شوې وه چې وروسته هغه وفات شو ، دا مهال زرڅانګه شپږ زامن اؤ درې لوڼه لري اؤ بچي یې هم دموسیقۍ د فن سره تړلي دي.

زرڅانګه که هرڅو لویه فنکاره ده اؤ دهنر د نړۍ لویې لویې استاذان د هغې دخوږ غږ په ستائنو نه ستړي کیږي خو نن هم دپښتنو دغه لویه فنکاره دتمبو یا د خیمې د ژوند سره په ډیر معمولي توپیر د خټو لوټو په یو کچه کور کې ژوند کوي.

ولې دنن نه خواوشا پینځه کاله وړاندې هم په تمبو کې اوسیدله.

ایوارډونه اؤ جایزې که ډوډۍ ؟

زرڅانګه وایي ایوارډونه اؤ جائزې یې ډیرې وګټلې خو د رزق کار یې ګڼدم دی،

زه به په دې ایوارډونو څه وکړم چې دکور نغری مې یخ پروت وي، دبچو اؤ نمسو دعلاج اؤ تعلیم وس نه لرم، قرضداري راپسې کورته راځي اؤ زه دکور دلګښتونو دپاره اخستل شوي پورونه نه شم خلاصولی.

هغه وایي نه ورسره ددې خاورې حکومت ، نه سیاستمدارانو اؤ نه شتمنو پښتنو تر اوسه دومره امداد کړی چې دهغې دژوند ګزاره پرې وشي.

وایي خپل پښتانه ورباندې ګران دي ، له دوئ جلا ژوند نه شي کولی ګنې دنړۍ هر ګوټ کې د پرارائشه ژوند تیرولو موقعې په لاس ورغلي دي خو د خپلو خلکو اؤ خپلې خاورې په مقابله کې یې نه دي قبولې کړې.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG