لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سېنېټ غريبو کانديدانو ګټلې، دپي ټي ايي ملاتړي مولانا سميع الحق بايللې


د پاکستان د برني اېوان (سېنېټ) په ترسره شوؤ انتخاباتو کې د خېبرپښتونخوا د چارسدې او سندهـ صوبې د لږکيو او غريبو کورنيو سره تعلق لرونکو کانديدانو چوکۍ ګټلي خو د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ايي) ګوند ملاتړي مولانا سميع الحق يواځې درې ووټونه اخستي دي.

د غېر سرکاري نتيجو ترمخه د سېنېټ په انتخاباتو کې ترټولو زيات شتمن کانديدان د پي ټي ايي او مسلم ليګ ن ګوند څخه کامیاب شوي دي.

د سېنېټ په انتخاباتو کې د کامياب شوؤ بې وزلو، غريبو کورنيو سره تعلق لرونکو درېو کانديدانو تعلق د پاکستان پيپلزګوند سره دی.

په دغو درې واړو کې يو د چارسدې ضلعې د تنګي تحصيل بهرمند هم دی.

ډيوه سره په خبرو کې بهرمند د خپلې کورنۍ او پيپلزګوند سره تعلق په اړه وويل "زه يو غريب سړی يم د تنګي په ګل اباد کې اوسېږمه د پلار نيکه کور راته پاتې دی زما کوم غټ کاروبار نشته لږه شان ځمکه مې ده د هغې په غنمو او ګوړه ژوند تېروم او وړونکی شان د ځمکو کاروبار کوم".

هغه وويل وکيل ورور يې د بېنظيربټو سره په چاؤدنه کې وژل شوی او د دوي د مودو نه د دغه ګوند سره تعلق پاتې دی، بهرمند زیاته کړه زما انتخاب د پيپلزګوند او د ګوند د غړو دپاره وياړ دی.

له بهرمند نه وروستو د سندهـ صوبې د تهرپارکر ضلعې د هندو لږکۍ کرشنا کوهلي کماري د پيپلزګوند نه د ښځو په چوکيو کاميابه شوې ده، کرشنا لمړۍ (دلت) د ټيټ حيثيت لرونکې ښځه ده چې د پاکستان برني اېوان ته منتخب شوې ده.

راپورونه وايي د بشري حقونو دپاره کار کوونکې کوهلي په ۱۹۷۹م کې زېږېدلې ماشوموالی يې د کورنۍ سره په بند کې په خوارو کې تېر کړی، د پولیس لخوا د بند څخه خوشي کولو وروستو هغې ابتدايي زدکړې په خپله علاقه کې ترسره کړي په نهم ټولګي کې يې واده شوی خو د کورنۍ په مرسته یې د واده نه وروستو د زدکړو سلسله دوامداره ساتلې او د سندهـ پوهنتون څخه يې د پوسټ ګرېجوېټ سند ترلاسه کړی دی.

د بې وزله کورنۍ سره تعلق لرونکې کماري د وروستو پاتې علاقې تهرپارکر د خلکو دپاره ټولنيزې غونډې جوړې کړي د هغو د حقونو مبارزه یې کړې او هغې بيا په دغو کارونو د بشري حقونوجايزې هم ترلاسه کړي دي.

په ټولنيزو رسنيو د کرشنا کوهلي په ګټه او مولانا سميع الحق په بايلاد تود بحث روان دی.

مهوش اعجاز په ټويټر د کرشنا کوهلي کماري او مولانا سميع الحق د عکسونو سره په ټويټرليکلي، "د سېنېټ په انتخاباتو کې هندو ښځې ګټلې او د سخت دريځه طالبانو ملاتړي بايللې ده".

​خبريال جمشېدباغوان په ټويټرليکلي،
"د طالبانو پلار د سېنېټ ۲۰۱۸م انتخابات وبايلل".

د ډاکټر خان په نوم تن ليکلي،

"د قايداعظم په پاکستان کې د سېنېټ د ۲۰۱۸م د انتخاباتو ننداره، د پيپلزګوند کانديدانو کرشناکماري هندو دلت او انورلال دين عيسايي د سېنېټ انتخابات په غټو نمبرو وګټل او د طالبانو پلار بده ماتې وخوړه".

په ټولنیزو رسنیو دا بحث هم تود دی چې د پي ټي ايي مشر عمران خان د سېنېټ انتخاباتو کې رائې اچولو ته نه دی ورغلی او د پيپلزګوند غړې روبينه قايم خاني چې د زوي مړی يې پروت ؤ هغه تللې او ووټ يې اچولی دی.

د قايم خانی زوي په يوه ټريفکي پېښه کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د برني اېوان سېنېټ په انتخاباتو کې ويل کيږي تر ټولو زيات شتمن کانديدان د پاکستان مسلم ليګ ن او پاکستان تحريک انصاف ګوند کامياب شوي دي.

د سېنېټ په انتخاباتو کې ادعاوې شوي چې د کروړونو په حساب سوداګانې شوي او ووټونه اخستل شوي دي.

ځايي رسنۍ ادعا کوي چې په خېبرپښتونخوا کې يو کانديد د ۷۰ لاکه روپو په حساب ۴۵ ووټونه اخستي دي.

د قبايلي سیمې فاټا څخه د سېنېټ کانديد نظام الدين خان سلارزۍ ادعا کړې چې په فاټا کې د سېنېټ د انتخاباتو نرخ ۹۰ کروړه ته رسېدلی ؤ، نوموړي دغه خبره يو شخصي ټيلي ويژن سره په خبرو کې کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG