لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان او پاکستان سوداګري نيمه راکمه شوې ده، زبېرموتي والا


د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر زبېرموتي والا وايي "د پاکستان او افغانستان سوداګري نيمه کمه شوې ده او په تېر دوه کالونو کې د ۲.۷اربه ډالرو څخه ۱.۲ ډالرو ته راټيټه شوې ده".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې زبېر موتي والا وويل، د پاکستان د مرکزي سټېټ بېنک خپلې شمېرې ښايي چې د پاکستان او افغانستان سوداګري مخ په ښکته روانه ده.

هغه وويل د "پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کمېدو تاوان تر ټولو سېوا پېښور ته اوختی ځکه چې پېښور افغانستان ته تر ټولو نزدې پوله لري او دغه ځايه يا له دغه لارې ډېره سوداګري د افغانستان سره کيږي".

او د پاکستان نه افغانستان سره "د سوداګرۍ کمېدوګټه زياته هند او بيا چين پورته کوي" هند د هغو توکو ځای نيسي کوم چې د پاکستان نه افغانستان ته لېږل کيږي.

ښاغلي موتي والا وويل دوي د تېرې يوې مودې راهسې هڅې وکړې د افغانستان او پاکستان د سوداګرو ترمنځ ناستې وشوې دوي خپلو حکومتونو ته وړاندېزونه وکړل خو هیڅ ګټورې لاس ته راوړنې يې ترلاسه نه کړې.

هغه وويل "د دواړو هېوادونود سوداګرۍ ښه کولو او سېوا کولو اسان حل دی سوداګري دي د سياست او امنيتي کړکېچ څخه جدا وساتل شي".

د دواړو ګاونډي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اړيکو ښه کولو په اړوند نوموړي وويل بايد دواړه حکومتونه په دې غور وکړي او سوداګر کولی شي چې داسې د رغونې ناستې راجوړې کړي او ورسره ګاونډي هېوادونه هم په دې کې لاس کولی شي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د تېرو څو کلونو راهسې د ښه کېدو پرځای په کمېدو روانه ده، افغان سوداګر وايي دغه لړۍ وروستو له هغې مخ په ټيټېدو شوې چې د کله نه د پاکستان څخه افغانستان ته د تورخم او چمن لارې تړل پېل شوي او دوي ته قانونونه سخت کړی شوي دي.

دوه مياشتې وړاندې افغان سوداګرو ويلي ؤ د چابهار بندر د لارې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري د پاکستان او افغانستان ټرانزټ ټرېډ يا سوداګري نوره هم کمولی شي.

افغان سوداګر وايي د پاکستان نه سوداګري او د دغه لارې د بهر دنيا سره تجارت ورته ارزان پريووځي خو ادعا کوي پاکستان ورته سخت قانونونه جوړ کړي د بندر نه واخله تر پولې پورې زيات ټېکسونه او دلارو بندېز يې دوي مجبور کړي چې د چابهار پله مخه وکړي.

د تېر کال فرورۍ په مياشت کې د پاکستان په سندهـ صوبه کې د صوفي لعل شهباز قلندر په زیارت د يو ځانمرګي بريد وروستو پاکستان د افغانستان سره د تورخم او چمن لارې د يوې مياشتې پورې تړلې وې.

له دغې وروستو هم وخت په وخت دغه لارې د بندېزونو ښکار شوي دي.

د دواړو هېوادونو سوداګر نه يواځې په خپلو حکومتونو د سياست او اړيکو ساتل د سوداګرۍ څخه د جلا کولو غوښتنه کوي بلکې په ځانګړي ډول ګاونډي چين باندې غږ کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې رول ولوبوي د ترهګرۍ پرضد مبارزه او امنيت د لارې سوداګرۍ ته زمينه برابره کړي.

د پاکستان او افغانستان اړيکې د تېرې اوږدې مودې نه تاؤژنې دي که څه هم په وروستيو کې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو او هېئتونو راشه درشه شوي خو په څرګنده د هغې کومې مثبتې نتيجې نه دي ليدل شوي.

په وروستيو کې افغان صدر اشرف غني په خپله په پاکستان غږ کړی چې "مونږ بیا هم، د پاکستان له دولت سره د هر اړخیزې سولې مذاکراتو ته چمتو او حاضر یو چې تېرې ترخې تجربې هېرې او نوی باب پرانیزو".

پاکستان او افغانستان په يو بل تورونه لګوي چې په ترهګرۍ کې د يو بل پرضد خپله خاوره کاروي خو دواړو دغه تورونه ردوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​

XS
SM
MD
LG