لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: ماين چاؤدنه کې د پېغلې جينۍ لاسونه الوتي


د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان ميرعلي سب ډويژن کې په يوه ماين چاؤدنه کې د پېغلې جينۍ لاسونه الوتي دي.

د ځايي خلکو په وېنا دغه پېښه د میرعلي په ذاکرخېل کلي تېره شپه رامنځته شوې ده، ژوبل شوې جينۍ اول د میرعلي او نن د نورې درملنې دپاره پېښور ته لېږل شوې ده.

ډاکټرانو ويلي نزدې د ۱۸ کلنې پېغلې جينۍ يو لاس د تل دپاره معذوره شوی او د بل بچ کېده په درملنه اډاڼه لري.

د شمالي وزيرستان انتظاميې وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ویلي د پښتون غورځنګ د لاريون څخه وروستو په علاقه کې د ماينونو پاکولو روان کار نور تُند کړی شوی دی.

د انتظامي چارواکو په وېنا څو ورځې وړاندې دوه پوځي سرتيري د ماينونو پاکولو په وخت ژوبل شوي وو.

چارواکي پخلی کوي چې په وزيرستان کې تراوسه پورې د ماينونو د چاؤدنو د ۷۰ څخه زياتې پېښې رامنځته شوي دي.

چارواکي وايي په علاقه کې د ماينونو پاکولو ترڅنګ خلکو ته د خبرداري دپاره کمپاين چلولی شي په سکولونو کې ماشومانو ته پوهاوی ورکړی کيږي او په جوماتونو کې د جمعې د خطبې په مهال هم خلکو ته د خبرداري په اړوند لارښوونه شوې ده.

خو په سيمه کې د عوامي نيشنل ګوند د ځوانانو د سازمان غړي سورج داوړ ډيوه سره په خبرو کې وويل، ډېری علاقې اوس هم داسې پرتې دي چې هلته د اړونده ادارو چارواکو ورغلي يواځې خلکو ته يې علاقې په نخښه کړي چې دغو علاقو ته نه ورځي او نور عملي کار نه دی پېل کړی شوی.

هغه وويل ځينې علاقې اوس هم داسې مالوميږي لکه ماينونه چې پکې کرل شوي وي هغه وويل د سيمې خلک لا د ماینونو پاکولو د عمل څخه مطمئن نه دي.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ په پينځه ؤ غوښتنو کې يوه مهمه غوښتنه دا وه چې په سيمه کې د پوځي عملياتو وروستو پاتې ماينونه دې پاک کړی شي او حکومت غورځنګ ته د دوي د ژمنو منلو په ليکلې بڼه باور ورکړی ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG