لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د نقيب مسيد د وژنې قضیه کې دې ايي اېس ايي او اېم ايي په يوه اوونۍ کې ځواب ورکړي


د قبايلي سيمې سره تعلق لرونکي نقيب مسيد په جعلي مقابله کې د وژنې د مقدمې په اورېدنه کې ستري محکمې (سپريم کورټ) استخباراتي ادارو ته امر کړی چې په يوه اوونۍ کې د پخواني پټ شوي پوليس افسر راؤ انوار په اړوند خپل ځواب عدالت ته وړاندې کړي.

بل لور ته په کراچۍ کې د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت هم د نقيب مسيد د جعلي مقابلې په اورونه کې د راؤ انوار سره د ۱۵ پوليسو د نيولو حکم کړی او د ضمانت نه قبلېدو د نيولو امر یې جاري کړی دی.

د نقيب د کورنۍ غبرګون

د نقیب د پلار سره د پښتنو لويې جرګې غړي هم عدالت ته حاضر شوي او په سمدستي ډول يې د راؤ انوار په نه حاضرولو د خفګان څرګندونه کړې ده.

د جرګې يو غړي محمود مسيد وي او ای ډيوه ته وويل، "د راؤ انوار په نه حاضرېدو مونږ مايوسه شو ځکه چې په پنجاب کې يو ورک تن نيول کیږي او ښکاره راؤ انوار نه مالوميږی، نو مونږ د دې نه څه مطلب واخلو خو په شا څه دي نو".

د سترې محکمې اورېدنه

نن د (دوشنبې/ګل) په ورځ د سپريم کورټ مشر قاضي میاثاقب نثار په مشرۍ ددرې کسیزه ججانو بنچ د نقيب مسید د وژنې د مقدمې اورېدنه وکړه خو د نقيب د نقيب د وژنې په جعلي مقابله تورن مخکنی پوليس افسر راؤ انوار او هغه سره شامل نور پوليس عدالت ته نه دي وړاندې شوي.

نن عدالت ته د سندهـ صوبې پوليس مشر الله ډنو خواجه او د وزارت دفاع سېکتر هم عدالت ته مخامخ شوي دي.

عدالت د راؤ انوار د نيولو په اړوند د پوليس مشر نه پوښتنه کړې چې څه پرمختګ پکې شوی؟ پوليس افسر ویلي د راؤ انوار سره د نقيب مسيد د وژنې په مقابله کې شامل يو ډي اېس پي نیول شوی او راؤ انوار لا پټ دی.

عدالت رپوټ غوښتی

عدالت په دغه اړوند د استخباراتي ادارو ايي اېس ايي او اېم ايي رپوټ غوښتی خو ايي بي خپل رپوټ جمع کړی او نورو دواړو ادارو نه دی وړاندې کړی په کوم باندې چې عدالت د غصې څرګندونه کړې ده.

عدالت د پوليس مشر نه د استخباراتي ادارو څخه د مرستې اخستو پوښتنه کړې او په ځواب کې يې نوموړي پوليس افسر ويلي د ادارو نه یې مرسته غوښتې خو د راؤ انوار د ځای ښکاره کولو، وټس اېپ ټيليفونونو او پېغامونو په مالوماتو کې څه پرمختګ نه دی شوی.

د عدالت په تپوس د دفاع سېکتر ویلي ايي اېس ايي او اېم ايي د خپل رپوټ دپاره د يوې اوونۍ وخت غوښتی او عدالت ورته د يوې اوونۍ وخت ورکړی دی.

په اورېدنه کې عدالت د ملېشې ځواک ته هم د خپل رپوټ وړاندې کولو لار ښوونه کړې ده.

مشر قاضي ویلي دوی هم د نقيب مسيد په وژنه غمژن دي او په دې قضيه به سياست کېدو نه پرېږدي.

د نقيب د پلار د وکيل خواست

د نقيب مسيد دکورنۍ وکيل عدالت ته خواست کړی چې د راؤ انوار څوک ملګری د هغه مرسته کوي ځکه د ۲۲م جنورۍ د ائيرپورټ د کېمرو ريکارډنګ دې عدالت ته وړاندې شي عدالت بيا د کېمرود ريکارډنګ وړاندې کولو امر هم کړی دی.

په ۲۲م جنورۍ ويل شوي وو چې راؤ انوار د اسلام اباد هوايي ډګر څخه دوبۍ ته د تلو هڅه کوله خو واپس کړی شوی ؤ، وروستو اېف ايي ای په خپل رپوټ کې ویلي راؤ انوار د ملک څخه بهر نه دی تلی.

په کراچۍ کې اورېدنه

بل لور ته په کراچۍ کې د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت د نقیب مسيد د وژنې په مقدمه کې د راؤ انوار او هغه سره په ياده مقابله کې د شريکو پوليسو ناقابل ضمانت ورانټ جاري کړی دی.

د نقيب مسيد د وژنې مقدمه د راؤ انوار سره د ۱۹ پورې پوليسو پرضد درج کړی شوې وه.

نن تفتيشي افسر عابدقايم خاني عدالت ته چالان وړاندې کړی او د ۱۵ پوليسو يادګېرنه یې پکې کړې ده چې هغه پټ دي.

عدالت پوليس افسر ته د راؤ انوار سره د نورو پټو پوليسو په اتم مارچ عدالت ته د وړاندې کولو امر کړی او د دوي ناقابل ضمانت وارنټ يې جاري کړی دی.

نقيب کله وژل شوی؟

راؤ انوار د جنورۍ په ۱۳م نېټه په کراچۍ کې په يوه جعلي مقابله کې نقيب الله مسيد سره د درېو نورو تنو وژلی چې ترهګر يې وژلي خو د نقيب کورنۍ دغه ادعا رد کړې او وروستو د پوليس لوړ پوړو افسرانو پلټنيزې ډلې دې مقابلې ته جعلي ويلي ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG