ټاکل شوېده چې یو ډله افغان پیلوټان به د سلواک په یو نوي روزنیز مرکز کې وروزل شي.
د سلواک د دفاع د وزارت لخوا په یو خپور شوي خبر کې راغلي دي، چې د هیلې کوپټرو د پيلوټانو دغه روزنیز مرکز د کوشېکسا په هوايي ډګر کې جوړ شوی او ډیر ژر به لومړی جوپه افغان زده کونکي ومني.
له افغانستان څخه ورته یوه ۱۷ کسیزه ډله روانه ده چې اکثره یې د هوايي چلند د څانګې انجینیران دي چې تخنیکي تخصص هم لري.
د پراودا په نامه د یوې ورځپاڼې د خبر له مخې، د افغاني زده کونکو د روزنې دوره به ۱۶ میاشتې وي.
خبر زیاتوي، چې د سلواک په دغې روزنیزې اکاډیمۍ کې له ټولې نړۍ څخه د هیلې کوپټرو پیلوټان روزل کیږي.
په دغه روزنیز مرکز کې د امریکايي بلک هاک هیلې کوپټرو روزنه هم ورکول کیږي.
دغه روزنیز مرکز په رسمي توګه د تیر کال په وروستیو کې پرانستل شوی و. افغاني پیلوټانو ته ورته روزنه تر دې مخکې د سلواک په ګاونډي چک جمهوریت کې هم ورکړل شوې وه.
د ناټو غړي هېوادونه او امریکا هم د افغان امنیتي ځواکونو په سمبالولو او روزنه کې مرسته کوي.
افغان چارواکو تل ویلي دي چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې باید نړیواله ټولنه د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړي توګه د هوايي ځواک د غښتلتیا په برخه کې په خلاص مټ مرسته وکړي.