لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ د"غلام خان" سرحدي لاره سبا بیا پرانستل کیږي


سرچینې وایي دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ د دوه اړخیزه سوداګرۍ دپاره دشمالي وزیرستان “غلام خان” سرحدي لاره دسبا راهسې یو ځل بیا پرانستل کیږي.

دغه سرحدي لاره په کال ۲۰۱۴م کې سیمه کې دترهګرو اؤ تندلارو په ضد دپاکستان دپوځ لخوا د ضرب عضب په نوم دشوؤ عملیاتو راپدیخوا تړل شوې وه

دشمالي وزیرستان انتظامي سرچینو ویلي اوس یو وارې بیا ددغه لارې د پرانستلو غوڅه پریکړه شوې اؤ سبا (چهارشنبه )به دغه لاره د سوداګریزو توکو د وړلو راوړلو دپاره پرانستې پرته وي

دغلام خان دسرحدي لارې دپرانستلو دا پریکړه په داسې حال کې شوې چې د تیرې څه مودې راهسې دافغانستان اؤ پاکستان داړیکو خرابیدو له امله د دواړو هیوادونو ترمینځ په تیرو دوؤ کالو کې سوداګریزه ورکړه راکړه ۵۰فیصده کمه شوې ده .

دپاکستان اؤ افغانستان دسوداګرۍ داطاق پخواني رئیس زبیر موتي والا دامریکا غږ اردو څانګې سره خبرو کې د دغلام خان سرحدي لارې دبیا پرانستلو پریکړه ستائیلې اؤ اؤ ویلي یې دي له دې امله به نه یوازې ددواړو هیوادونو اړیکې ښې شي بلکې سوداګري به ورسره هم پرمخ لاړه شي.

هغه ویلي دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ د ۲.۷ اربو ډالرو سوداګري کیدله چې دا اوس ۱.۲ اربو ډالرو ته راکوزه شوې ده.

ښاغلي زبیر ویلي افغانستان کې دپاکستان دسوداګریزو توکو مارکیټ اوس ایران،هند اؤ چین نیولی دی خو که اوس هم دواړه خواوې تجارتي راکړې ورکړې ته پام وګرځوي نو د دواړو هیوادونو په ګټه تمامیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG