لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دلوڅو فلمونو اداکارې په صدر ټرمپ محکمه کې مقدمه کړې ده


په امریکا کې د لوڅو فلمونو یوې اداکاري اسټورمي ډینئلز د صدر ډانلډ ټرمپ په ضد محکمه کې مقدمه کړې ده اؤ غوښتنه یې کړې ده چې محکمه دې هاغه تړون ناچله وګرځوي چې له مخې یې دغه اداکاره د صدر ټرمپ سره د خپلو اړیکو ښکاره کولو نه منعې کړل شوې ده.

اسټورمي ډینئلز دغه مقدمه د سه شنبې په ورځ د لاس اینجلس په “کاونټي سپیرئیر کورټ “کې کړې ده

اداکارې محکمې ته پخپله عریضه کې ویلي چې دکال۲۰۱۶م د صدارتي ټاکنو څخه لږې ورځې وړاندې د صدر ټرمپ وکیل دهغې نه په یو تړون لاسلیک اخستی ؤ اؤ ددې خبرې پابنده کړې یې وه چې هغه به صدر ټرمپ سره دخپلو جنسي اړیکو په اړوند هیڅ خبره نه کوي.

اسټورمي محکمې ته ویلي دي چې هغه غواړي صدر ټرمپ سره خپلې اړیکې میدان ته راوباسي ځکه نو دغه تړون دې ناچله وګرځول شي.

دلوڅو فلمونو دغه اداکارې دریځ خپل کړی چې هغې سره په شوي تړون صدر ټرمپ پخپله لاسلیک نه دی کړی ځکه نو دا تړون کوم قانوني حیثیت نه لري اؤ ددغه قانون څخه په سرغړؤنه د هغې په ضد هیڅ قسمه قانوني ګامونه نه شي اخستل کیدلی.

داسټورمي دینئلز اؤ دصدر ټرمپ د وکیل مائیکل کوهن ترمینځ داړیکو نه څرګندولو دغه تړون په ۲۸م اکتوبر کال ۲۰۱۶م کې شوی ؤ.

اسټورمي وایي ډانلډ ټرمپ هغې سره اړیکې په کال ۲۰۰۶م کې جوړې کړې وې چې ترکال ۲۰۰۷م یې دوام کړی ؤ.

دصدر ټرمپ دوکیل مائیکل کوهن وینا ده چې هغې دغه فلمي اداکارې ته د تړون په بدل کې دخپل جیب څخه یو لک اؤ دیرش زره ډالر ورکړي وؤ

وکیل ویلي ددغه پیسو اداکارې ته ورکول د ټرمپ کاروباري ادارو اؤ دهغه انتخابي کمپائن سره هیڅ تعلق نه لري اؤ نه هم هغه ته دغه پیسې بیرته چا ورکړي دي.

سپینې ماڼۍ تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG