لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان د ولسمشر غني د امن په وړاندیز ولې غلي دي؟


د ولسمشر غني له خوا د امن پلان تر اعلانېدو یوه اوونۍ وروسته هم وسلوالو طالبانو خپل رسمي دریځ څرګند نه کړ، خو په افغانستان کې یې خپلو وسلوالو بریدونو ته دوام ورکړ او د شورو- چارشنبې په ورځ یې په جلال اباد او کندهار کې وسلوال بریدونه وکړل.

د افغان حکومت د امن پر پلان د طالبانو اوږده خاموشي د دې سبب شوه، چې ولسمشر غني د چارشنبې په ورځ افغان پارلمان ته په وینا کې یو ځل بیا طالبان پخلاینې ته را وبلل او غوښتنه یې ځنې وکړه، چې که اسلام او افغانستان ښېګړه غواړي نو خبرو اترو ته دې ورسره کښېني.

"حکومت به مو د امن لپاره له انتخاب کړې لارې را ونه ګرځي او نه به له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره هراړخیز پلان بدل کړي"

طالبانو ته د افغان ولسمشر د امن مذاکراتو د وړاندیز تکرارول دا څرګندوي، چې هغوی د افغان حکومت د امن پلان ته رسمي ځواب نه دی ویلی، خو ځینې رپوټونه د هرات ولایت د چارواکو له خولې وایي، چې د طالبانو یوې ډلې د ولسمشر غني وړاندیز ته هرکلی ویلی دی.

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د وي.او.اې د پوښتنې په ځواب کې- چې د افغان حکومت د امن پلان په اړه یې د ډلې دریځ څه دی- ویلي چې تر اوسه یې په دې اړه د طالبانو د سیاسي مشرانو له خوا کوم غبرګون نه دی تر لاسه کړی.

ولسمشر غني له ۲۰۱۴م کاله راهیسې- چې واک ته رسېدلي- په وار وار پر وسلوالو طالبانو ږغ کړی، چې د امن لپاره خبرو اترو ته حاضر شي، خو وسلوالو یې وړاندیز نه دی منلی او تل یې ویلي چې تر څو بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي له جګړې به لاس وا نه خلي.

طالبانو په وروستیو کې امریکې ته د امن وړاندیز کړی او د نهې- سه شنبې په ورځ یې په یوه خبرپاڼه کې پر امریکې نیوکه کړې، چې وایي که یې په افغانستان کې د خپلو ګټو اوږدمهالي پلانونه نه وي او غواړي جګړه پای ته ورسېږي نو ولې نور پوځونه ور لېږي.

خو امریکې د طالبانو د امن وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی او نه هم له هغوی سره مخامخ خبرې کول غواړي، مګر پر پاکستان یې ټینګار کړی چې طالبان له افغان حکومت سره پخلاینې او د امن خبرو ته تیار کړي.

پاکستان چې د افغان ولسمشر د امن پلان ته یې هرکلی ویلی، د تېر په څېر یې ټینګار کړی چې په افغانستان کې روانې جګړې ته باید سیاسي حل ولټول شي. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف دوه ځله وویل، هېواد یې تیار دی چې له افغان حکومت سره د طالبانو په امن مذاکراتو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG