لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راشد خان: داسې ښکاري چې هر څه زموږ د توقع خلاف روان دي


د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان راشد خان وایي، د نړیوال کپ له غوراوي سیالیو څخه لا وتلي نه دي او اوس هم چانس ورسره شته، چې کامیابي تر لاسه کړي.

له هانګ کانګ سره تر لوبې وروسته یوې خبري غونډې ته په وینا کې راشد خان وویل، چې په لوبډله کې یې د محمد شهزاد او اصغر ستانکزي د نشتوالي له کبله کمۍ محسوسېږي.

راشد خان په مړاوي انداز وویل، داسې ښکاري چې هر یو څیز د دوی د توقع خلاف روان دی.

راشد خان دا خبري غونډه له هغه وروسته کړې چې د افغانستان لوبډلې د کرکټ د نړیوال جام د غوراوي په لوبو کې پرله پسې درې لوبې وبایللې.

ځینې څېړونکي دا ویره څرګندوي چې افغانستان به د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې د برخې اخیستو چانس وبایلي.

افغانستان پر سکاټلېنډ، زمبابوې او هانګ کانګ د غوراوي سیالیو لوبې بایللې، خو له نیپال سره یې لا لوبه پاتې ده چې د مارچ په ۱۰ به په زمبابوې کې کېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG