لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ دغلام خان بندر پسر نوې ناندرې پیدا شوي


افغان چارواکي وایي دغه سرحدي لاره لا تراوسه نه ده خلاصه شوې ، خو دشمالي وزیرستان پولیټکل ایجنټ دعوه کوي چې لاره خلاصه ده خو افغان چارواکي پاکستان نه دسوداګرو روانو شوؤ ګاډو ته خپل هیواد ته دننوتلو اجازه نه ورکوي.

پاکستاني چارواکو دجمعې په ورځ دعوه کړې وه چې څلور کاله وروسته یې یو ځل بیا دشمالي وزیرستان څخه افغانستان ته ورتیره شوې سوداګریزه لاره غلام خان پرانستې ده خو افغان چارواکي دعوه کوي چې دغه لاره نه ده خلاصه شوې.

د افغانستان دخوست ولایت مرستیال والي شیر بادشاه خبریالانو ته ویلي چې دغلام خان لاره تر اوسه تړلې پرته ده اؤ له دغې لارې دپاکستان څخه یو موټر هم نه دی راتیر شوی.

هغه ویلي په کال ۲۰۱۴م کې دغه لاره پاکستان په یو اړخیزه ډول تړلې وه اؤ اوس یې دپرانستلو په اړه ځایي چارواکي دکابل امر ته انتظار کوي.

خو دشمالي وزیرستان انتظامي مشر یا پولیټیکل ایجنټ ښاغلي کامران اپریدي وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي “موږ له خپله لوري دافغان دولت په غوښتنه دغلام خان لاره خلاصه کړې ده اؤ تیره ورځ په سوداګریزو توکو بار څلور لارۍ هم له دغې لارې افغانستان ته ورغلي خو افغان چارواکي خپلې خاورې ته دننوتلو اجازه نه ورکوي “

هغه وویل څلور لارۍ دافغان چارواکو لخوا دکرښې نه ور اخوا ایسارې کړل شوي اؤ ۱۰ نورې په سوداګریزو توکو بار لارۍ دکرښې دې غاړې ته په انتظار ولاړې دي‌ چې کله افغان چارواکي جازه ورکړي دغه سوداګریز مالونه به افغانستان ته داخل شي.

پولټیکل ایجنټ وویل دغلام خان دسوداګریزې لارې دپرانستلو غوښتنه تیره ورځ پخپله دافغانستان دسفیر ډاکټر عمر زاخیلوال لخوا دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه سره دلیدنې په مهال شوې وه وه اؤ دغه لاره چې دپوځ دسرلښکر په امر پرانستل شوه نو اوس افغانستان اجازه نه ورکوي چې دا دحیرانتیا خبره ده.

هغه وویل دپاکستان لخوا هیڅ مشکل نه شته که افغان چارواکي سوداګریزو ګاډو ته اجازه ورکړي نو په دې لاره به د دواړو هیوادونو ترمینځ دمعمول سوداګري پیل شي.

باید وویل شي چې دغلام خان سوداګریزه لاره په کال ۲۰۱۴ کې وروسته له هغې دپاکستان لخوا تړل شوې وه چې کله په قبائیلي سیمو کې دپاکستان پوځ دضرب عضب په نوم په پراخه کچه عملیات پیل کړل.

دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ د اړیکو تاوژنیدو نه وروسته د دواړو هیوادونو ترمینځ کیدونکې د ۲.۷ اربو ډالرو سوداګري اوس ۱.۲ اربو ډالرو ته راکوزه شوې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG