لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو ډرون برید کې د ملا فضل الله د زوئ د وژنې پخلی کړی دی


دپاکستاني طالبانو تحریک د ډرون په یو برید کې د خپل مشر ملا فضل الله د زوئ د وژل کیدو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي دغه برید دطالبانو په مرکز نه بلکې په یوه مدرسه شوی دی.

دوه ورځې وړاندې سرچینو وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي وؤ چې په شپږم مارچ دافغانستان کونړ ولایت کې امریکایي ډرون دطالبانو په یو مرکز پینځه میزائیل داغلي چې پکې دپاکستاني طالبانو دمشر ملا فضل الله د زوئ عبدالله اؤ دهغه د نورو مهمو کمانډرانو په ګډون ۲۱ طالبان وژل شوي دي.

د جمعې په ورځ دپاکستاني طالبانو تحریک مطبوعاتو ته په دغه برید کې دخپل مشر د زوئ د وژنې پخلی کړی دی اؤ دا یې هم منلې ده چې برید کې ټول ۲۱ طالبان وژل شوي دي.

په بدغه رید کې چې کوم ۲۱ طالبان اؤ دهغوئ کمانډران وژل شوي وؤ ډیوه ته د هغوئ نومونه اؤ درکونه په لاندې ډول په لاس ورغلي وؤ‌.

ظهور دسوات مینګورې، ذیشان دسوات سنګوټې، عبدالله دسوات شموزو، شاهد دمینګورې ،سیف الله دمټې شکر درې، مدثر دصوابۍ، عبدالله د مولوي فضل الله زوئ د سوات دامام ډیرۍ،سلمان دبره دیر،سمیع الله دسوات کبل، ریحان د سوات کانجو، ملا عمیر د سوات دکبل،صابر د کبل، اسامه دسوات دچارباغ،ایوب دسوات کبل،وحید الله دکبل،احمد دمینګورې، اسدالله دافغانستان د نورستان ولایت،سلمان دبونیر، حسن د مینګورې ، اسامه دکبل،اؤ سیف الله د سنګوټې.

امریکې د ملا فضل الله په تیره ورځ پینځه مېلیونه ډالر انعام ویستی اؤ ویلي یې وؤ چې که هرچا ورته د ملا فضل الله په اړوند معلومات ورکړل نو دغه پیسې به ورکوي.

د امریکې خارجه وزارت پخپل یو بیان کې ویلي ملا فضل الله د امریکايي او پاکستاني مفاداتو خلاف د یو شمیر حملو ذمه واري په غاړه اخیستې ده چې پکې په کال ٢٠١٠ م کې په نیویارک ښار کې د فیصل شهزاد دلارې ناکامه برید هم شامل ؤ.

فضل الله په کال ٢٠١۴ م د پېښور په ارمي پبلک سکول د حملې پړه هم منلي وه چې پکې ١۴٨ کسان وژل شوي دؤ. په وژل شوو کسانو ١٣٢ د سکول ماشومان وو.

فضل الله په کال ٢٠١٢ کې په نوبېل انعامم ګټونکي ملاله یوسفزئ باندې هم د حملې ذمه واري اخستې وه. د کال ٢٠١٢ د اکتوبر په میاشت کې د فضل الله ومنله چې طالبانو د ١٧ پاکستاني عسکرو سرونه قلم کړې دي.

په کال ٢٠١٥ م کې امریکې فضل الله ترهګر وګرځولو ، د هغه اساسې یې کنګل کړې او امریکایان یې د هغه سره د لین دین نه منع کړل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG