لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د باجوړ نه علاوه نورو قبايلي سیمو او خېبرپښتونخوا کې د پوليو درې ورځنی کمپاين پېل شوی


د باجوړ ايجنسۍ نه علاوه نن د دوشنبې/ ګل د ورځې نه په نورو شپږو قبايلي علاقو او د خېبرپښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د پوليو درې ورځنی کمپاين پېل شوی دی.

د قبايلي علاقې دپاره د بېړني مرکز (اي سي او) چارواکي ډيوه سره په خبرو کې پخلی کړی چې په باجوړ کې د تېر کمپاين د وروستو والي له امله اوسنی کمپاين وروستو کړی شوی دی.

د مرکز يو چارواکي وويل ټاکل شوې چې د روانې مياشتې په ۱۹م نېټه به په باجوړ کې د پوليو کمپاين پېل کړی شي.

باجوړ کې تېره مياشت د پوليو کمپاين په خپل ټاکلي وخت د امنيت له امله نه ؤ ترسه شوی کوم چې د چارواکو په وېنا د روانې مياشت په ۵ م نېټه پېل شوی ؤ.

پوليټيکل چارواکو ویلي د راتلونکې ټاکلې نېټې دپاره تیارۍ نيول شوي او ماشومانو ته به د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.

د پولیو مرکز ترمخه نن په ۱۲م مارچ پېل شوي درې ورځني کمپاين کې به په قبايلي سیمو کې د لس لاکو نه زیاتو د پینځه ؤ کالو نه کم عمره ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.

اي او سي فاټا محمد زبېر خان ويلي فاټا کې د جولايۍ ۲۰۱۶م نه وروستو د پوليو يوه پېښه مخې ته نه ده راغلې، او دوي هڅه کوي په سيمه کې د پوليو ضد څاڅکو ورکولو لړۍ دوامداره وساتي او د پوليو وايرس علاقې ته رانشي.

نن د خېبرپښتونخوا په ۱۷ ضلعو او افغان کډوالو په کېمپونو کې هم د پوليو ضد څاڅکو ورکولو درې ورځنی کمپاين پېل کړی شوی دی.

د اي اوسي فاټا عاطف الرحمان ترمخه د نن نه پېل شوي کمپاين کې به د څلورو ميلنونه زياتو د پينځه کالو نه کم عمره ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.

نوموړي د ماشومانو په مور و پلار غږ کړی چې د پوليو ضد څاڅکو ورکوؤنکو ټيمونو سره مرسته وکړي او يقيني کړي چې ټولو ماشومانو ته څاڅکي ورکړی شي.

د اي او سي ترمخه نن د خېبرپښتونخوا په بنو، چارسده، چترال، ډي ايي خان، کوز دير، بر دير، هنګو، کرک، کوهاټ، لکي مروت، ملاکنډ، مردان، نوښار، پېښور، صوابۍ، سوات او ټانک کې د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي او کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي دي.

تېر کال پاکستان کې د پوليو اته پېښې رپوټ شوې وې چې پکې په خېبرپښتونخوا کې يوه، بلوچستان کې درې، پنجاب کې يوه، سندهـ کې دوه او يوه پېښه په ګلګت بلتستان کې مخې ته راغلې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG