د مخالفه ګوندونو پاکستان پيپلز پارټۍ او د عمران خان تحريک انصاف مشرانو په سېنېټ کې د بلوچستان نه د صادق سنجراني د چيرمېن انتخاب د فېډرېشن او بلوچستان ګټه بللې خو هم د دغې صوبې نه د ډپټي چيرمېن لپاره يې د عثمان کاکړ خلاف رايې اچولي دي.
په اسلام اباد کې پرون د سېنېټ د چيرمېن او ډپټي چيرمېن لپاره د ټاکنو وروسته د پيپلز ګوند بلاول بهټو او د تحريک انصاف مشر او پخواني کرکټر عمران خان ويلي وو چې د ښاغلي سنجراني کاميابي به د بلو چستان د محرومۍ احساس ختم کړي.
په اسلام اباد کې خبريال طاهر خان په فېس بک د دواړو مشرانو دغه بيانونه يو ډول سياسي منافقت بللی او وايي که داسې ده نو دوی بيا د بلوچستان نه د عثمان کاکړ د سېنېټ د ډپټي چيرمېن لپاره د انتخاب مخالفت ولې وکړو.
د سېنېټ د انتخاباتو نتيجې
د سېنېټ د چيرمېنۍ په سيالۍ کې د مخالفه ګوندونو کانديد صادق سنجراني ۵۷ رايې اخستی او د حکومت واکمنه ګوند مسلم ليګ ن او اتحادي ګوندونو راجه ظفرالحق ۴۶ ووټونه ترلاسه کړي دي.
د مرستيال چيرمېن دپاره د پيپلز ګوند سره د مخالفه ډلو سليم مانډي والا ۵۴ ووټونه اخستي او کامياب شوی دی، د هغه په مقابله کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان خان کاکړ چې د مسلم ليګ ن او نورو اتحاديانو شريک کانديد وو ۴۴ رايې اخستي دي.
د سېنېټ ټاکنو ته په ټولنيزو رسنيو غبرګون
د سېنېټ د ټاکنو وروستو په ټولنيزو رسنیو دا بحث تود شوی چې د پيپلز ګوند او تحريک انصاف اسټبلشمنټ پلوه کانديدانو د سېنېټ انتخابات ګټلي دي.
د عوامي نيشنل ګوند بشرا ګوهر په ټويټر ليکلي،
" د پېنډۍ هلکانو او د دوي لوبغاړو ښه لوبه وکړه، سېنېټ يې قابو کړو او اسټبلشمنټ په لاس کې واخستو، جمهوريت وبايلله، د سېنېټ ۲۰۱۸م انتخابات".
خبريال اعزازسيد ليکلي، "اسټبلشمنټ د سېنېټ په انتخاباتو کې چيرمېن او ډپټي وګټلو".
خبريال طلعت حسېن ليکلي، "الحمداللله! سېنټ ونيول شو! راتلونکې قامي اسمبلي ده".
د سېنېټ چيرمېن صادق سنجراني
د سېنېټ نوی ټاکل شوی چيرمېن سنجراني د بلوچستان معدني سرچينو څخه ډکې چاغي ضلعې ځايي اثرلرونکی سياستمدار دی، هغه کله په مخالفه ډلو (اپوزيشن) کې نه دی پاتې شوی خو کورنۍ يې سياسي ده.
هغه په کال ۱۹۹۸م کې د نوازشريف په وزيراعظمۍ کې د هغه په ډله کې تر هغې شامل ؤ چې کله پروېز مشرف په کال ۱۹۹۹ کې د هغه حکومت نسکور کړو.
ښاغلی سنجراني بيا د پيپلزګوند مشرتابه ته نزدې شوی او د ګوند په شکايتي مرکز کې يې د مشر په حېث پينځه کاله تېر کړي ؤ.
نوموړی د پينځه ؤ تنو ورور اوهغه پکې مشر دی، د هغه يو ورور رازق سنجراني د سېنډک ميټلز لمټډ منېجنګ ډايريکټر او بل محمداعجاز سنجراني د بلوچستان د وزیراعلی مرستيال دی.
صادق سنجراني په خپله هم د بلوچستان پخواني وزيراعلی نواب ثناالله زهري ځانګړی مرستيال پاتې شوی دی.
ښاغلی سنجراني پوره انتظامي تجربه لري ځکه چې هغه له دې وړاندې په حکومتي چوکو پاتې شوی، لکه په شکایتي مرکز، د وزیراعظم سيکرټريټ کې په ۱۹۹۹ کې، د وزيراعظم په ډله کې په کال ۲۰۰۹م کې بيا د وزيراعظم په سيکرټريټ کې.
دا وخت نوموړی د پاکستان ټيسټنګ سروس او سنجراني مايننګ کمپنۍ مشر او د قامي صنعتي پرمختيايي پارک او منېجمنټ مشري هم کوي.