لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتون ژغورنې دغورځنګ په مشرانو دغدارۍ مقدمې درج کړل شوي دي


دبلوچستان ایالت د ژوب اؤ قلعه سیف الله سیمو پولیسو د پښتون ژغورنې د غورځنګ دمشر منظور پشتین اؤ دهغه دتحریک دنورو غړو په ضد هیواد سره دغدارۍ مقدمې درج کړي دي.

د ژوب اؤ قلعه سیف الله پولیسو پخپلو درج کړو مقدمو کې ویلي چې منظور پشتین اؤ دهغه نور ملګري محسن داوړ، نواب ایاز خان جوګیزئ ، رضا محمد اؤ نورو په ژوب اؤ قلعه سیف الله کې جلسو ته کومې ویناوې کړي هغه د پوځ اؤ‌ریاست په ضد دي.

ددغو مقدمو نقلونه وائس اف امریکه ډیوه ترلاسه کړي چې په کې ویل شوي منظور پشتین اؤ دهغه ملګري پښتانه د ریاست په ضد راپورته کوي اؤ دپوځ اؤ استخباراتي ادارو نه ورله کرکه پیدا کوي.

دپولیسو په دغو مقدمو کې ویل شوي چې منظور پشتین ویلي چې یو خوا پښتانه په پوځي عملیاتو کې وژل کیږي بلخوا په پوځي‌ چیک پوسټو ڼو ذلیله کولی شي.

دپولیس مقدمو تر مخه منظور پشتین اؤ دهغه ملګري وایی چې ترهګر نه دي اؤ‌خپل حقونه د ائین دلاندې غواړي ، که چرې ډیر مجبوره کړل شول نولکه دبلوڅانو به غرونو ته وخیژي.

پولیس وایي د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشرانو دا هم ویلي چې دا کومه ترهګري په هیواد کې کیږي تر شا یې وردي ولاړه ده اؤ راؤ انوار هم پوځ ځان سره پخپل مرکز کې ساتلی دی،

ددغو مقدمو نقلونه په سوشل میډیا هم خپاره شوي خو د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشرانو ویلي چې هغوئ به هیڅکله د مقدمو له ویرې دخپلې مبارزې څخه لاس وا نخلي اؤ دپښتنو دحقونو دپاره به په ګرد هیواد کې جلسې کوي.

دسعید خان اورکزئ په نوم یو تن پخپل یو پوسټ کې وایي” تاسو دپوپکو اؤ مقدمو په زور دتحریکونو مخه نه شئ نیولئ، بلکې مونږ د یوې سختې دښمنۍ لوري ته وردیکه کوئ،تاسو دخدایي خدمتګار تحریک ۶۵۰ کسان وژلي وؤ‌خو هغه سوچ اؤ نظریه مو ونه وژل شوه”

ډاکټر سیدعالم محسود هم لیکي د مقدمو پرواه نه کوؤ ، مبارزه پرمخ وړو ، دپښتون ژغورنې په لاره کې هر ډول سرښندنې ته چمتو یو

له دې وړاندې تیره میاشت په سوات سیمه کې هم دپوځي چیک پوسټونو په ضد د احتجاجي مظاهرې کوونکو پښتنو زلمو په ضد دسوات پولیسو دغدارۍ مقدمې درج کړی وې خو په خیبرپښتونخوا اسمبلۍ اؤ بیلابیلو سیمو کې ددغو مقدمو په ضد دسختو احتجاجو نه وروسته پوځ اؤ انتظامیې ددغو مقدمو ختمولو باور ورکړی ؤ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو اعلان کړی چې د روانې میاشتې په ۲۵مه نیټه پښور کې هم یوه ستره احتجاجي‌ جلسه کوي.

دغه غورځنګ غوښتنې لري چې په پاکستان کې دې دپښتنو د وژنو لړۍ بنده کړل شي، دوئ ته دې د ترهګرو په سترګه نه کتل کیږي،‌اؤ په پوځي چیک پوسټونو دې ورسره د سپکاوي نه د ډک سلوک مخه ونیول شي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG