لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامريکا لخوا په پاکستان دوسلو خرڅون ٧٦ فيصده ته راټیټ شوی


دسټاکهوم سولې دنړيوالې څيړنيزې ادارې( ايس ائي پي ار ائي) لخواد راټولو کړل شوؤ معلوماتو څخه په ډاګه شوې ده چې چين دهند ګاونډ ته دوسلې ترټولو ستر ورکوونکى هيواد دى اؤد وسلې دستر پیدا کوونکي هيواد په توګه مخې ته راځي،
په دغه وسله کې دټوپکو څخه نيولېدجنګي الوتکو او جنګي بيړو پورې وسله شامله ده.

د وسلو په اړوند ایس ایي پي ار ایي په راپور کې دعوه شوې چې په پاکستان دامریکا دوسلو خرڅون ۷۶فیصدي ته راټیټ شوی دی.
دايس ائي پي ار ايي راپورپه جنوبي ايشيا کېبدليدونکی جغرافيايي او سياسي وضعیت په ډاګه کوي، چې ترمخه يېپه تيرو پينځوو کلونو کې دامريکا لخوا په پاکستان دوسلېدخرڅولو عمل تر ٧٦ فيصدو پورېراکم شويدى.
بل اړخ ته هند، چېدتيرو څو کلونو راهسې امريکا سره خپلې اړيکې ښې کوي، دتیرو وختونو په پرتله يېد٢٠١٣م څخه تر ٢٠١٧م پورېدواشنګټن څخهدوسلېترلاسه کولو کې ٥٥٧ فيصده زیاتوالی کړی دی.
امريکاييکمپنيوپه دغه موده کېدپي٨ ايي ميريټايم الوتکې، سي-١٧ هيوي ليفټرز او سي ١٣٠ جى دځانګړو عملياتو دالوتکې په ګډونيو شميرمصنوعات مخې ته راوړي دي.
دايس ايي پي ار اييپه راپور کې دپاکستان او امريکا ترمينځ دمخ پهخرابيدونکو اړيکو يادونه شوې، دکوم بنيادي لامل چې دا فکر دى چېاسلام اباد په افغانستان کې دترهه ګرۍ دمخنيوي لپارهکوټلي ګامونه نه اخلي، ددې له املهدامريکا څخه دوسلو اخستو کچه ٧٦ فيصده راټیټه شوې ده.
راپور په ډاګه کوي چې د٢٠٠٨م څخه ٢٠١٢م پورېپاکستان دامريکا څخهډاګيز عسکري امداد ترلاسه کړى ، چې پکې ٢٨ جنګي الوتکېاو پينځه سمندري دګزمې بيړې شامل دي،
په داسې حال کې چې ددواړو هيوادونو د٢٠١٣م څخه ٢٠١٧م پورې اړيکېدامريکا ددې خيال له املهتاؤژنې شوې چېپاکستان دطالبانو مقابلې ته په اخلاص سره ژمن نه دى،
په دې وروستیو کېامريکا( پاکستان لپاره) خپل عسکري امداد راکم کړو او پاکستان ته دوسلو برامدات د٢٠٠٨ څخه د٢٠١٢م په پرتله ٧٦ فيصده راکم شول.
راپور وايي چې ددې سره په سيمه کېدوسلو دورکوونکي هيواد په توګه دچين پوزيشن مضبوط شوىاو دغه راز پاکستان خپلدبرامد لويې بازار ګرځوي،
چين د٢٠١٣م څخه ٢٠١٧م پورې ٤٨ هيوادونو تهدرنه وسله ورکړې ده، په دغو کې پاکستان هم دوسلو لويې ترلاسه کوونکى هیواد ؤ( پاکستان پينځه ديرش فيصده وسله ترلاسه کړې)
په راپور کې ويل شوي دي چېدپاکستان ترڅنګ بيجنګ ميانمار ته هم په لويه پيمانه پوځي مرستې ورکړي،
دايس ايي پي ار ايي راپور په ډاګه کويپه داسېحال کې چې داروپايي اتحاديې غړي رياستونه او امريکا دروهنګيا په ضد دطاقت داستعمالله املهدوسلېپه ليږلو بنديز لګولى،دوسلېمرکزي برامدکوونکى هيواد دى.
راپور وايي چې د٢٠١٣م څخه ٢٠١٧م کېچين ميانمار ته ٦٨ فيصده وسله ورکړې ده چې له دې روستهدروس ١٥ فيصده وسلهده،
په ٢٠١٧م کېدوسلېروانو لويو تړونونو کې دچين او روس څخه دجنګي الوتکو ورکړه شامله وه.
همدغه راز بنګله ديشچې په ټوله نړۍ کېدبهر څخه دوسلېاخستونکو هيوادونو کې په ١٩م نمبر دى، خپله زياتره وسله دچين څخه اخلي، چين دغه هيواد ته ٧١ فيصده څيزونه ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG