لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان کې دوکيلانو احتجاج:د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرانو مقدمې داساسي حقونو سرغړونه ده 


منظور پشتين

بلوچستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ (پي ټي اېم) په مشرانو د مقدمو درج کولو پرضد نن د صوبې په ټولو غټو وړو عدالتونو کې وکيلانو کاربنديز کړی او دغو مقدمو ته يې د خبرې کولو د اساسي حقونو سرغړونه ويلې ده.

د کاربنديز اعلان د بلوچستان بارکونسل، د بلوچستان هاييکورټ بار اېسوسي اېشن او کوټې بار اېسوسي په ګډه کړی چې څوک به هم نن د ټولې صوبې په عدالتونو کې احتجاجاً نه حاضريږي.

د وکيلانو د اتحاديو مشرانو په ګډه ويلي د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرانو او غړو باندې مقدمې درج کول د اظهار رايې د ازادۍ د اساسي حقونو سرغړونه ده او د پي ټي اېم په پرامنه ګډون والو مقدمې درج شوي دوي يې غندنه کوي.

د کوټې بار اېسوسي اېشن مشر کمال کاکړ ډيوه سره په خبرو کې د وکيلانو د کاربندېز په اړه وويل، " په قلعه سېف الله او ژوب کې چې د نواب اياز جوګېزي او منظور پشتون پرضد کوم اېف ايي ارې شوي دي مونږ يې غندنه کوو او نن مو په ټوله صوبه کې د دغو مقدمو پرضد کاربنديز کړی دی".

نوموړي وويل د ملک" په ائين کې د ملک هر تن د خبرې کولو ازادي ترلاسه ده او که څوک شکايت لري پکار ده چې د هغه شکايت واورېدی شي نه چې په هغه باندې مقدمې درج شي".

په عېن حال کې د بشري حقونو نړیوالې ادارې هیومن راېټس واچ په پاکستاني حکومت غږ کړی، په دغه هیواد کې د پښتنو سره کیدونکی زور زیاتې دې ودرول شي، په پښتنو د ترهګرو ټاپه (لېبل) لګول دې بند شي او د دغه محرومه ساتل شوو(پښتنو)غږ دې واوریدل شي.

د بلوچستان بار اېسوسي اېشن غړې جليله حېدرچې خپله تکړه فعاله او د هزاره ورورولۍ سره تعلق لري د کوټې د پښتون ژغورنې غورځنګ اولسي غونډې ته يې وېنا کړې وه ډيوه سره په خبرو کې يې وويل،

" زه نه ګڼم چې د کوټې په جلسه کې چا د رياست يا د ملک پرضد خبره کړې وه هغو خلکو د خپلو جايزو حقونو غوښتنه کوله او دغه خبره په پاکستان کې د هر مظلوم د خلې غږ ؤ".

درې ورځې وړاندې په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه شوې چې ورته د غورځنګ مشر منظور پشتين، د غورځنګ نورو غړو او د ځايي سياسي او مدني فعالانو وېنا ګانې کړې وې.

تېره ورځ د ژوب او قلعه سېف الله پوليسو د منظور پشتين هغه سره ملګرو محسن داوړ، رضا محمد وزير، نواب اياز خان جوګېزۍ او نور باندې د غدارۍ مقدمې درج کړي دي.

مقدمو درج کولو ته په غبرګون کېد پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ او د بلوچستان اسمبلۍ غړی نواب ایاز جوګیزي ويلي،

"په جنوبي پښتونخوا (د بلوچستانې پښتني سیمې) کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په غوښتنه چې په ګڼ شمېر څومره ځوانان راوتلي وو حکومت له هغه څخه ویریدلی او ګمان کوي چې په ایف ايي ارونو او نیولو به ددغه ځوانانو حوصله ماته کړي، خو دا فکر یې غلط دی".

د بلوچستان بار کونسل غړي علي کاکړ ډیوه سره په خبرو کې وويل " د کوټې د جلسې نه سختې جلسې په اسلام اباد، کراچۍ، پېښور او سوات کې شوي دي هلته خو اېف ايي ار نشته، مونږ د بلوچستان د پوليسو د اېف ايي ار غندنه کوو، د بلوچستان وکيلان د ټولو پښتنو دپاره غږ پورته کوي ائين خلکو ته د خبرې اجازه ورکړې ده او مونږ د ژوند حق غواړو".

هغه وويل "د ملک سره زمونږ دا معاهده چې ماته به تحفظ راکوي او زه به یې ائين منم خو مونږ ته دلته د ژوند کول حق نه راکوي".

د پښتون ژغورنۍ غورځنګ مشر منظور پشتين سره د ملګرو د کاروان د تېرې جمعې په ورځ د ډېره اسماعيل خان نه د درازندې په لار شيراني ضلعې او ژوب تللی، له هغې وروستو قلعه سېف الله، خانوزۍ او بيا د يکشنبې/ اتوار په ورځ يې کوټه کې غټه اولسي غونډه کړې او د هغه ځايه بیرته ستانه شوي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ اوس په ۲۵م مارچ په پېښور کې د اولسي غونډې کولو اعلان کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG