لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د نقيب مسيد د وژنې په قضيه کې راؤ انوار نن هم عدالت ته نه دی حاضر شوی


په کراچۍ کې د نقيب مسيد په جعلي مقابله کې په وژنه تورن پخوانی پوليس افسر راؤ انوار نن هم ستري محکمې (سپريم کورټ) ته نه دی حاضر شوی، او د قضيې د اورېدنې بله نېټه ۱۶م مارچ ورکړی شوې ده.

د نقيب مسید د وژنې د قضيې اورېدنه د سترې محکمې مشر قاضي میا ثاقب نثار په مشرۍ درې کسيزه بنچ نن د سه شنبې/ نهې په ورځ وکړه.

مشر قاضي په اورېدنه کې ويلي، عدالت ته د راؤ انوار لخوا يو بل خط ترلاسه شوی چې د هغه د بېنک اکاؤنټونه دې خلاص شي، نوموړي ويلي د خط د اصلي او نقلي پته نه لګي خو د قضيې برخه به جوړولی شي.

مشر قاضي ویلي د نقيب مسيد د وژنې د خپلځاني نوټس اخستو په قضيه کې عدالت ته يواځې رپوټونه وړاندې کيږي او نور پرمختګ پکې نه کیږي.

د نقيب مسيد د پلار محمدخان سره د قامي جرګې غړی سېف الرحمان چې عدالت ته حاضر شوی ډيوه سره په خبرو کې يې د اورېدنې په اړه وويل، "عدالت د راؤ انوار د اکاؤنټونو خلاصولو خواست رد کړو د ادارو رپوټ هم جمع شوی او په کومه ورځ چې هغه بهر تلو هغه فوټېج هم عدالت ته وړاندې شوي".

هغه وويل د قضيې د بلې اورېدنې دپاره د کراچۍ د سترې محکمې په رجسټرۍ کې ۱۶م مارچ ټاکلی دی.

د سندهـ صوبې د پوليسو مشر (ايي جي پي) الله ډنو خواجه عدالت ته ويلي د راؤ انوار په مالومولو کې استخباراتي ادارې ايي اېس ايي او اېم ايي د پوليس مرسته کوي.

د ځايي رسنيو ترمخه پوليس افسر عدالت ته ويلي راؤ انوار په سندهـ صوبه کې نشته، او مشر قاضي بيا ويلي چې راؤ انوار په سياسي پناه کې خو نه دی؟.

راؤ انوار د جنورۍ په ۱۳م نېټه په کراچۍ کې په يوه جعلي مقابله کې نقيب الله مسيد سره د درېو نورو تنو وژلی او د ترهګرو د وژنې ادعا يې کړې وه خو د نقيب کورنۍ دغه ادعا رد کړې او وروستو د پوليس لوړ پوړو افسرانو پلټنيزې ډلې دې مقابلې ته جعلي ويلي ؤ.

په ۲۳م جنورۍ د نقيب مسيد د پلار محمدخان په مدعيت په راؤ انوار او د هغه سره پوليس ډله باندې د نقيب د وژنې مقدمې درج شوې او هم په دغه ورځ خبر مخې ته راغلی چې هغه د اسلام اباد بېنظيربټو نړیوال هوايي ډګر نه بهر د تلو هڅه کوله خو منع کړی شوی ؤ.

له دغې وروستو راؤ انوار او هغه سره چې په نورو پوليسو مقدمه درج شوې په دوي کې زیاتره پټ دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG