لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څنګه د راؤ انوار خطونه تر سپریم کورټ رسیږي اؤ هغه نه نیول کیږي؟


دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار ویلي د نقیب مسید په وژنه تورن دسندهـ پولیسو پخوانی افسر ورته یو بل لیک لیږلی اؤ د محکمې څخه یې غوښتنه کړې چې په بانکونو کې پرتې د هغه کنګل کړل شوې پیسې دې ازادې کړل شي.

خو وتلی څیړنکار ډاکټر سیدعالم محسود بیا محکمې ته د راؤ انوار په لیږل کیدونکو خطونو پوښتنې راولاړوي اؤ وایي دغه خطونه له کومې لارې محکمې ته ځي اؤ ولې د سترې محکمې په ګډون ټولې ریاستي ادارې دومره بې وسه دي چې یو تن نه شي نیولی.

سترې محکمې له دې وړاندې هم دنقیب مسید د وژنې د دوسیې اوریدلو په مهال ویلي وؤ چې راؤ انوار ورته یو لیک لیږلی اؤ محکمې ته په وړاندې کیدو رضا شوی چې ددغه لیک په اساس سترې محکمې راؤ انوار ته حفاظتي ضمانت هم ورکړی ؤ خو راؤ انوار بیا محکمې ته وړاندې نه شو.

دپښتونخوا اولسي تحریک مشر ډاکټر سیدعالم محسود وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ویلي” دا ډیره عجیبه خبره ده چې په لاهور کې د ماشومې زینب سره زیاتی کیږي ، یوه ویډیو کې تت شان ،نامعلومه سړی ښکاري خو چې محکمه زور راوړي نو دغه تت نامعلومه سړی هم په دوؤ ورځو کې دننه نیول کیږي خو دپښتنو قاتل راؤ انوار چې نامعلوم هم نه دی ، نه نیول کیږي”

هغه وویل د راؤ انوار کور معلوم دی، خاندان یې معلوم دی. په واټس اپ دخلکو سره رابطې لري خو ددې باوجود چې یې هم نه نیول کیږي نو واضحه ده چې ریاستي ادارې دپښتنو دقاتلانو سرپرستي کوي

ډاکټر سیدعالم محسود تور لګوي چې راؤ انوار پخپله ریاستي ادارو پټ کړی اؤ ځکه یې پټ کړی چې راؤ انوار پخپله ویلي که هغه ته څه وویل شول نو ډیر خلک به وښایي ،

دسیدعالم په وینا “راؤ انوار یو ځایې د زرداری سړی نه دی بلکې هغه ډیرو خلکو دپاره مرګونه اؤ نور غیرقانوني کارونه کړي اؤ که اوس هغه نیول کیږي نو دغه بااثره ریاستي خلک شرمیږي ځکه یې هغه پټ کړی دی”

ښاغلي محسود وویل څومره چې ادارې راؤ انوار پټوي همدومره به په ریاست د اولس باور کمزوری کیږي، څومره چې محکمه راؤ انوار باندې سترګې پټوي همدومره به دمحکمې اؤ انصاف نه د اولس باور پورته کیږي.

هغه وویل پښتانه ښه پوهیږي چې راؤ انوار یوازې د یو کردار نوم دی اؤ دغه کردار که په کراچۍ کې دی که دی اؤ که په پیښور کې وژني یوازې پښتون اؤ ددغه کردار ترشا ریاست اؤ ریاستي ادارې ولاړې دي.

په سوشل میډیا هم د راؤ انوار د نه نیول کیدو په ضد د ریاستي ادارو په کردار سخت ټکونه روان دی اؤ حتی د ټولنیزو رسنیو ځینې فعالان خو تر دې حده دعوې کوي چې راؤ انوار دپاکستان اسخباراتي ادارو دځان سره میلمه کړی دی .

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG