لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ په کونړ د توغندیو بریدونه کړي دي


افغان امنیتي چارواکي وایي پاکستاني پوځیانو په کونړ ولایت یو ځل بیا د توغندیو بریدونه کړی اؤ په یوه شپه کې یې د کونړ بیلا بیلې سیمو په ۸۳ؤ توغندیو ویشتلي دي.

پاکستان لا تراوسه ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې دعوه کړې وه چې دکونړ نه دپاکستان په پوځیانو بریدونه کیږي.

دافغانستان خبري ادارې پژواک دپنجنشنبې په ورځ د کونړ د امنيه قوماندانۍ دوياند فريد دهقان له خولې ویلي چې تېره شپه پاکستاني پوځيانو د دغه ولايت په دریوؤ سرحدي ولسواليو دانګام، سرکاڼو او خاص کونړ ٨٣ توغندي توغولي دي.

د دهقان د معلوماتو له مخې، د دغو توغنديو ٦٠ يې د دانګام ولسوالۍ په شينکي، زوړ برول او سور کمر، ١٤ يې د سرکاڼو ولسوالۍ په شونکړۍ سيمې او نهه نور د خاص کونړ پر شالۍ اولۍ سيمو لګېدلي دي.

خو ویاند ویلي چې د توغندیو په دغه برید کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتی البته مالي زیانونه یې اړولي دي.

تیره ورځ هم افغان چارواکو دعوه کړې وه چې په کونړ دپاکستاني پوځیانو توغندوي برید کې یو تن ژوبل شوی دی؟

کونړ دپاکستان سره په پوله پروت دافغانستان ختیز ولایت دی اؤ دغلته وخت نا وخت دپاکستاني اؤ افغان ځواکونو ترمینځ د ډزو اؤ بریدونو پیښې رامینځته کیږي چې تر دې مهاله پکې ددواړو هیوادونو دامنیتي سرتیرو ترڅنګ ګڼو ځایي خلکو هم خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

افغانستان دعوه کوي چې پاکستاني پوځیان په کونړ کې ړانده توغندي اوولي خو پاکستان بیا وایي چې په کونړ کې دپاکستان مخالف طالبان خپلې ځالې لري اؤ وخت په وخت په پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي.

تیره اوونۍ کونړ کې د امریکايي ډرون په یو برید کې د پاکستاني طالبانو دمشر ملا فضل الله د زوئ په ګډون ۲۱ طالبان هم وژل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG