لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ولسمشرغني د سولې پر وړانديز د طالبانو خاموشي او د امن نوې هيلې


د افغان ولسمشر اشرف غني د سولې پر وړانديز د طالبانو خاموشۍ په اسلام اباد او واشنګټن کې داسې هیلې پیدا کړي دي چې افغان طالبان به له افغان دولت سره د سولې خبرې وکړي.

د پاکستان پوځي چارواکي هم مطمئن دي چې پر طالب وسلوالو يې د سولې لپاره نور فشار اچولی چې وایي ورسره د طالبانو په رويه کې هم بدلون راغلی.

د پاکستان د پوځ يو افسر چې په دغه پرمختګ خبر دی د خبريالانو يوې ډلې ته د نوم نه څرګندولو په شرط ويلي، پاکستان چې په وروستيو کې د افغانستان د سولې په اړه کوم ګامونه پورته کړي، کابل او واشنګټن يې مني، ځکه یې له اسلام اباد سره د کابل او واشنګټن اړيکې هم ښې شوي دي.

دغه پوځي چارواکي ويلي د پاکستان جمهوري او پوځي چارواکي چې پکې د استخباراتي ادارې ای.ایس.ای چارواکي هم شامل دي، له طالبانو او د هغوي د حقاني شبکې له مهمو مشرانو سره رابطې کوي چې د سولې خبرو ته يې تیار کړي.

خو نوموړي ويلي د افغانستان د کلونو کشاله حل کېدل به وخت اخلي او شپه په شپه يې اوارېدل ګران دي، ځکه چې وایي طالبان يوه ډله نه ده، په دوی کې ځینې ډلې د ايران او ځینې له روس سره په تماسونو کې دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د افغان ولسمشر له خوا د سولې د وړانديز په اړه له تبصرې ډډه وکړه او وي.او.اې ته یې وویل، چې دغه وړانديز له ده سره نه دی شريک کړی شوی.

خو تر دې وړاندې طالبانو د افغان حکومت د سولې وړانديزونه په جار رد کول او افغان حکومت به يې د امریکې ګوډاګی باله او ویل به يې چې دغه حکومت په خپله د فیصلو اختيار نه لري، نو ځکه طالبان په دوی وخت خرابول نه غواړي او دا به يې ویل چې تر څو بهرني عسکر له افغانستانه وتلي نه وي تر هغې به دوی سولې ته نه کښېني.

په افغانستان کې د امريکې او ناټو ایتلاف کمانډر جنرل جان نېکولسن هم د طالبانو په دې خاموشۍ هيله مند دی چې دوی دغه وړانديز نه دی رد کړی نو کېدی شي چې سولې ته کښېني.

"تر اوسه موږ د طالبانو له خوا کوم ښکاره غبرګون نه دی ليدلی، دغه يو په زړه پورې پرمختګ دی"

نوموړي ويلي، پر پاکستان د امريکا له خوا له زياتېدونکي دباو سره داسې برېښي چې طالبان به سولې ته کښېني.

پاکستاني چارواکي وايي، واشنګټن ته د پاکستان د خارجه دفتر د سیکرترې تهمينه جنجوعه سفر يو کامياب سفر وو او د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې په ښه کېدو دي، ځکه چې وایي امريکا د پاکستاني طالبانو مشر مولانا فضل الله او يو شمېر نورو پر سر د ۵ ميلینه انعام اعلانولو سره داسې ښکاري چې له اسلام آباد سره د واشنګټن تعلق په ښه لور روان دی او بنيادي وجه يې په افغانستان کې د پاکستان له خوا د سولې قوي هڅې دي.

XS
SM
MD
LG