لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په منظور پشتين او ملګرو يې بلوچستان کې جوړې مقدمې په اسمبلۍ کې غندل شوي


عبېدالله جان بابت

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظورپشتين او هغه سره په ملګرو په کوټه، قلعه سېف الله او ژوب ضلعو کې جوړې شوې مقدمې د بلوچستان صوبې په اسمبلۍ کې غندل شوي دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اسمبلۍ غړي عبېدالله جان بابت ويلي، منظور پشتين د کوټې اولسي غونډې ته په وېنا کې هيڅ داسې غلطه خبره نه وه کړې، دغې اولسي غونډې ته جمهوري خبرې شوې وې.

د اسمبلۍ غونډې ته په وېنا کې نوموړي وويل ، ويل کيږي چې د منظور نوم مه اخلئ ځکه "زه نن په اسمبلۍ کې نعره لګوم چې منظور پشتون زنده باد، زه به په دې خبره کله سودا ونکړم چې څوک وايي چې د منظور نوم مه اخلئ د منظور نوم د هر پښتون غږ جوړ شوی دی".

هغه وويل " په مونږ چې کومې مقدمې جوړې شوي او په نورو خلکو مونږ د هغې په سخته غندنه کوو او دا غورځنګ به د دې لارې ونه درول شي، دا د دوي غلط ګمان دی چې پښتون اولس به د خپل جمهوري حق نه لاس په سر شي "، داسې نشي کېدی دا سېلاب دی.

بابت زياته کړه "خلک وايي چې منظور د کومې راغلو، دا د اسمان نه نه دی راغلی دا زمونږ د ټولو غږ دی او زه په اسمبلۍ کې په ښکاره وايم د منظور غږ (خبره) دې يواځې د منظور خبره ونه ګڼل شي"، داسې نه ده چې بل د وطن سره مينه لرونکی دی او مونږ د ملک دښمنان يُود تل نه ويل کيږي چې دا د ملک دښمنان دي دوي ملک ماتوي دوي د کله نه د ملک مالکان جوړ شوي دي؟.

هغه وويل دا زمونږ حق دی د دغه اسمبلۍ د لارې به خپل غږ رسوي چې د پښتنو سره ظلم کيږي او د پښتنو سپکاوی کيږي.

هغه وويل، "په مونږ خو د ۴۰ کالو راهسې دغه مقدمې جوړيږي او زمونږ په مشرانو هم داسې جوړې شوي او زمونږ پرې ډېر کار هم نشته خو دا چې کومه رويه خپله کړی شوې ده په جمهوري او اولسي وېنا باندې، اوس خو په دې ملک کې جمهوريت دی امريت خو نه دی که مونږ جمهوري لار خپلوؤ او هغه لار څوک نيسي نو دا خو غلطه خبره ده".

بابت وويل "مونږ څوک ويرولی نشي لارې ډېرې دي مونږ ډېرې لارې کارولی شواو مونږ دې څوک بلې لارې خپلولو ته نه مجبوره کوي".

هغه وویل دلته د جمهوري وزيراعلی حکم نه دی منل شوی دا څنګه حالات جوړ کړی شوي چې مونږ پرې په خپله اسمبلۍ کې خبره نشو کولی، هغه زياته مونږ څوک داسې نشي منع کولی.

بابت وويل داسې به دا اسمبلۍ ونه چليږي چې د خپلې خوښې خلک راوستل کيږي، او زياته يې کړه نن هم په وزيرستان کې خلک قيامت غواړي اودلته زمونږ خبره نه اورېدل کيږي.

په اسمبلۍ کې د وېنا د نوموړي ځینې خبرې حذف کړی شوي او د اسمبلۍ سپيکرې راحيله درانۍ نوموړي ته څو ځله د تقرير نه کولو هم ويلي خو بابت خپلې خبرې دومداره ساتلي دي.

دوه ورځې وړاندې د کوټې په صادق شهید لوبغالي کې د اولسي غونډې وروستو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او هغه سره د نورو ملګرو ترڅنګ د عبېدالله بابت او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اسمبلۍ بل غړي نواب اياز خان جوګيزي نومونه هم په دغو مقدمو کې شامل کړی شوي دي.

منظور پشتين سره د ملګرو د کاروان د تېرې جمعې په ورځ د ډېره اسماعيل خان نه د درازندې په لار شيراني ضلعې او ژوب تللی، له هغې وروستو قلعه سېف الله، خانوزۍ او بيا د يکشنبې/ اتوار په ورځ يې کوټه کې غټه اولسي غونډه کړې او د هغه ځايه بیرته ستانه شوي وو.

منظور سره د سياسي ګوندونو غړو او مدني فعالانو هم په اولسي غونډو کې وېناګانې او ګډون کړی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​

XS
SM
MD
LG