لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د کلاسیف الله په چاودنه کې د افغان طالب په شمول ۷ تنه وژل شوي


د بلوچستان په کلاسیف الله سیمه کې د برایي شپې په چاودنه کې د افغان طالبانو د یوه جنګیالي په شمول اووه تنه پکې وژل شوي او څو نور ټپیان دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، خو ځایي چارواکي وایي څلور تنه پکې وژل شوي.

چاودنه د زیارت- پنجشنبې په ماخوستن کلا سیف الله بازار ته نیژدې په سټېشن کلي کې د یوه ځایي تن شیخ عبدل جوګیزي پر کور شوې وه، چې ځایي خلک او د دې کورنۍ خلک وایي ډرون برید وو خو ځایي چارواکي په دې اړه بې خبري ښيي.

د دې کورنۍ یو خپلوان خیرمحمد وي.او.اې ډيوه ته وویل، چې په چاودنه کې د کورنۍ څښتن عبدل جوګیزی، د هغه څلور زامن ملا حبیب الله، عصمت الله، نقیب الله، رحمت الله، یوه لمسۍ او لمسی وژل شوي دي:

"اووه کسان په پېښه کې وژل شوي دي، دوه مړي لږ روغ دي، د نورو مړي نه شته له شاوخوا باغونو مو د غوښو ټوټې را ټولې کړې، څلور پینځه بورۍ مو ځنې ډکې کړې دي، چې اوس هم په هسپتال [روغتون] کې دي"

په چاودنه کې د تباه شوي کور خپلوان وایي، عبدل جوګیزي او زامنو یې د کښت کروندې کار کاوه، خو ځایي خلک وایي د هغه یو زوی ملا حبیب الله- چې په چاودنه کې وژل شوی- د افغان طالبانو ملګری وو او وخت په وخت یې افغانستان ته تګ راتګ هم کاوه.

ځایي خلک وایي د دې کورنۍ د غړیو شمېر شاوخوا څلوېښت تنه وو او د پېښې په وخت ځینې مېلمانه هم ورته راغلي وو، خو ځایي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، چې په پېښه کې د کورنۍ د غړیو تر څنګ نور څوک هم وژل شوي او ټپیان شوي دي که څنګه.

د کلاسیف الله یوه لېویز پولیس- چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، وي.او.اې ډیوه ته وویل، چې د عبدل جوګیزي زامن اکثر د (لوی بند) او (بادیني) له لارې افغانستان ته تلل او وایي تېره شپه یې هم په ټرېکټر کې چاودېدونکي مواد بارول چې ورباندې وچاودېدل، خو د کورنۍ خلک یې دا خبره ردوي او وایي چې پر کور یې له پاسه توغندی لګېدلی، چې ممکن ډرون به وي.

د کلاسیف الله په سټېشن کلي کې په چاودنه کې د ملا حبیب الله- چې د افغان طالبانو ملګری بلل کېږي- تباه شوی کور.
د کلاسیف الله په سټېشن کلي کې په چاودنه کې د ملا حبیب الله- چې د افغان طالبانو ملګری بلل کېږي- تباه شوی کور.

وي.او.اې ډیوه ته په را رسېدلې ویډیو کې لیدل کېږي، چې په برید کې ټول کور تباه شوی دی، چې د ځایي چارواکو په ګومان د کور په غولي کې ولاړ ټریکټر کې پراته چاودېدونکي مواد به چاودلي وي، خو ځایي خلک تر چاودنې مخکې یې په اسمان کې یوه رڼا ولیده او ګومان کوي چې پر دې کور ډرون برید شوی دی. خیرمحمد د یوې ښځې له خولې وایي:

"یوه ښځه په دغه وخت دباندې را وتلې وه، هغې ویل یوه رڼا راغله، وایي داسې رڼا وه لکه ټرانسفارمر چې سپارک [د اور لمبه] وکړي او بیا اواز هم ورسره وسو"

کلاسیف الله د ږوب او لورالای تر منځ پرته سیمه ده، چې ځینې برخې یې له ډیورنډ کرښې سره هم لګېدلې دي. کلاسیف الله ته نیژدې ګوال اسماعیلزۍ هغه ځای دی، چې د افغان طالبانو د دوو پخوانیو مشرانو ملا دادالله او منصور دادالله د استوګنې سیمه بلل کېږي.

له ګوال اسماعیلزۍ څخه وخت په وخت د ځینو پېښو خبرونه هم ورکړل شوي دي، چې په نتیجه کې يې پاکستاني ځواکونو په دې سیمه کې د پلټنې عملیات هم تر سره کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG