لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عباسي امریکایي چارواکو سره افغانستان کې دسولې په خبرو غږیدلی


وزیراعظم شاهد خاقان عباسي دامریکا مرستیال صدر سره لیدنه کوي
وزیراعظم شاهد خاقان عباسي دامریکا مرستیال صدر سره لیدنه کوي

دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي امریکایي چارواکو ته باور ورکړی چې هیواد یې افغانستان کې دسولې دهڅو پلوي دی اؤ دترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي.

واشنګټن ته دخپل یو ورځني سفر په مهال دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د امریکا مرستیال صدر مائیکل پینس اؤ دکانګریس غړي ټیډپو سره لیدنې کړي اؤ ورسره یې په یو لړ موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.

سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي ددغو خبرو اترو موضوع زیاتره دافغانستان څخه چورلیدله اؤ امریکايي چارواکو دپاکستان په وزیراعظم ښاغلي عباسي ټینګار کړی چې افغانستان کې دسولې روانو هڅو کې خپل رغنده کردار ولوبوي.

سرچینې وایي د امریکایي مرستیال صدر مائیکل پینس سره د هغه کور کې شوې لیدنه کې وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي چې افغانستان کې سوله پخپله دپاکستان په ګټه ده اؤ څومره کردار چې دپاکستان نه ترسره کیدلی شي دافغانستان سوله کې یې ترسره کوي.

امریکایي چارواکو په دې وروستیو کې په پاکستان فشار راوړی چې دافغان دولت په ضد په جګړه بوخت طالبان باید باید افغان دولت سره خبرو ته کښېنوي خو پاکستاني چارواکي وایي چې په طالبانو اثر نه لري.

واشنګټن اؤ کابل دڅه دپاسه یوې لسیزې راهسې تورونه لګوي چې طالبان د اسلام اباد څخه حمایه کیږي اؤ هم داسلام اباد په لمسون یې کابل کې جګړو ته دوام ورکړی دی ، خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

دسرچینو په وینا مائیکال پینس سره لیدنه کې دپاکستان وزیراعظم امریکا ته باور ورکړی چې پاکستان د هیڅ یوې ترهګرې ډلې مرسته نه کوي اؤ دترهګرۍ په ضد جګړه کې یې درنې قربانۍ ورکړي دي.

خو د روان کال دجنورۍ په لمړۍ نیټه امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ په پاکستان تورونه لګوي وؤ چې دامریکا څخه یې په فریب ۳۳ اربه ډالر ترلاسه کړي اؤ پخپله خاوره یې هاغو ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي دي چې امریکا یې په ضد په جګړه بوخته ده.

دا امریکا اؤ پاکستان اړیکې د روان کال د پیل څخه دسخت تاؤ تریخوالي ښکار شوي اؤ واشنګټن په اسلام اباد خپلې ټولې پوځي مرستې تړلي دي.

امریکا ته د خپل دغه سفر په مهال دپاکستان وزیراعظم دکانګریس د بهرنیو چارو د جرګګۍ مشر سنیټیر ټیډپو سره هم لیدلي څوک چې دپاکستان د پالیسو تر ټولو ستر مخالف ګڼل کیږي.

سرچینې وایي سنیټیر ټیډپو هم دپاکستان وزیراعظم سره افغانستان کې دسولې اؤ دترهګرو ډلو په ضد د ګامونو په اخستلو غږیدلی دی.

ټیډپو هاغه امریکایي سنیټیر دی چې تیر کال یې د کانګریس نه غوښتنه کړې وه پاکستان باید دترهګرو پالونکی هیواد وګرځول شي.

ددې ترڅنګ سنیټیر ټیډپو وخت په وخت امریکايي کانګریس نه په پاکستان د ټولو مرستو بندؤلو غوښتنې هم کوي اؤ دریځ لري چې امریکا پاکستان ته کومې مرستې ورکوي پاکستان یې د ترهګرو ډلو په سرپرستۍ مصرفوي.

سرچینې وایي دپاکستان وزیراعظم سنیټیر ټیډپو ته ویلي اسلام اباد سیمه کې دامن پلوي دی اؤ ددې غرض دپاره دنړۍ د هڅو تر څنګ ولاړ دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG