لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"ډاډه يم چې راؤ انوار به ونيول شي"، ملک محمدخان


ملک محمد خان
ملک محمد خان

په کراچۍ کې د پوليس په جعلي مقابله کې وژل شوي ځوان نقيب الله مسيد پلار ملک محمد خان وايي " مطمين يم چې يوه نه یوه ورځ خو به راؤ انوار مېلاويږي".

د نقيب پلار وي او ای ډيوه سره په ځانګړې مرکه کې وويل، "قام يې په شا ولاړ دی او د نقيب الله د وژنې په کېس کې د عدالت او د ملک د ټولو ادارو نه مطمين دی".

دا چې راؤ انوار تراوسه پورې پټ دی چا هم ښکاره نه کړو او عدالت ته وړاندې نه شومحمدخان څه ګڼي؟ نوموړی وايي "دا زمه واري د حکومت ده چې راؤ انوار مالوم کړي هغه که په ځمکه ننوتی دی او که هر چرته دی هغه د نقيب الله په شان ډېر خلک مړه کړي دي د ډېرو خلکو سره يې ظلم کړی دی".

د راؤ انوار په مشرۍ پوليس ډلې د جنورۍ په ۱۳م نېټه د کراچۍ په شالطيف ټاؤن سيمه کې نقيب الله مسيد سره د درېو ملګرو په مقابله کې وژلی او ترهګر يې ورته ويلي ؤ خو د نقيب کورنۍ دغه ادعا رد کړې او بيا د پوليس پلټنيزې ډلې دا مقابله جعلي ګرځولې وه.

د محمد خان په مدعيت په راؤ انوار او هغه سره پوليس ډله باندې مقدمه درج شوې او د ۲۳م جنورۍ نه راؤ انوار سره د پوليس ملګرو پټ دی.

سترې محکمې د نقيب مسيد په وژنه خپل ځاني نوټس اخستی او د قضيې اورېدنه روانه ده، سبا د يکشنبې/ ګل په ورځ اسلام اباد کې د قضيې د اورېدنې راتلونکې نېټه ورکړل شوې ده.

ملک محمدخان وايي راؤ انوار دې عدالت ته حاضر شي ځکه چې ظلمونه ده په خپل سر کړي دي، که عدالت هره څه فېصله وکړه دوي ته به قبوله وي.

نوموړی وايي هغه د نقيب په سر سودا نه کوي او"د هغه يو وېښته په ۸۰ کروړه نه ورکوي".

محمدخان وايي د نقيب سره د ټولوخلکو دپاره انصاف غواړي ځکه چې د ټولو سره ظلم شوی د نقيب الله مقدمه چې سرته ورسي ټولو ته به د هغې سره انصاف ترلاسه شي.

نوموړی وايي د زوي په مقدمه کې پرې هیڅ فشار نشته او هغه په وړومبۍ ورځ ويلي چې هغه د نقیب په سر خپل سر ورکولو ته تيار دی خو د دغه قضيې څخه به په شا نه شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG