لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

باجوړ کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين ځنډول شوی


په قبايلي سیمه باجوړ ايجنسۍ کې نن د دوشنبې/ ګل د ورځې نه پېل کېدونکی د پوليو ضد څاڅکو درې ورځنی کمپاين ځنډول شوی دی، د پوليو ضد کارکوونکي چارواکي وايي د پوليټيکل انتظاميې چارواکو ورته د کمپاين ځنډولو خبر ورکړی دی.

د قبايلي سيمې دپاره د پوليو بېړني مرکز (اي او سي) ترمخه باجوړ کې د دوه لاکه او ۲۹ زرونه زيات ماشومان داسې دي چې عمر يې د پينځه کالو نه کم دی او د پوليو ضد څاڅکو ته اړتيا لري.

د باجوړ ايجنسۍ د پوليټيکل انتظامیې يو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای ډیوه سره په خبرو کې پخلی وکړو چې په سيمه کې د نن څخه پېل کېدونکی د پوليو کمپاين ځنډول شوی دی.

خو چارواکي دا ونه ويل چې کمپاين ولې ځنډول شوی او نه د قبايلي سيمې دپاره د پوليو بېړني مرکز (اي او سي) چارواکي دا وويل چې ځنډول شوی کمپاين به بیا کله پېل کولی شي.

باجوړ کې په ۱۲م مارچ په نورو قبايلي سيمو کې پېلېدونکی کمپاين هم نه ؤ شوی، چارواکو ويلي ؤ د فرورۍ د مياشتې کمپاين د مارچ په شپږمه شوی ځکه دا کمپاين ۱۹مارچ ته اړول شوی ؤ.

باجوړ کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين په داسې حال کې ځنډول شوی چې د شنبې/ خالي په ورځ مومند ايجنسۍ کې د پوليو د ترسره شوي کمپاين وروستو د څارنې په ډله ساپو تحصيل کې وژونکی بريد شوی ؤ.

د مومندو پوليټيکل انتظامیې ويلي په بريد کې د پوليو د ډلې دوه کارمندان وژل شوي او پينځه نور بې درکه شوي وو.

د خبر پاڼې ترمخه د پېښې وروستو په علاقه کې عمليات پېل شوي چې پکې نامالومو وسله والو په امنيتي ځواکونو ډزې کړې او د ملېشې يو سرتېرې يې پکې وژلی او دوه نور ژوبل شوي وو. چارواکو ويلي په عميلياتو کې يې د اجتماعي زمه وارۍ لاندې ۳۹ کسان نيولي او پلټنې ترې روانې دي.

د شنبې/ خالي او يکشنبې/ اتوار په منځنۍ شپه کې په باجوړ کې د پاکستان پيپلز ګوند د خېبرپښتونخوا مرستیال مشر اخونزداده چټان په کور توغندی داغل شوی، او په دغه بريد کې کورته زيان اوختی، مرګ ژوبله پکې نه وه رامنځته شوې.

د پوليو پرضد کارکوونکې ادارې د شمېرو ترمخه په قبايلي سيمه کې د جولايۍ ۲۰۱۶م نه وروستو د پوليو يوه پېښه مخې ته نه ده راغلې.

تېر کال پاکستان کې د پوليو اته پېښې رپوټ شوې وې چې پکې په خېبرپښتونخوا کې يوه، بلوچستان کې درې، پنجاب کې يوه، سندهـ کې دوه او يوه پېښه په ګلګت بلتستان کې مخې ته راغلې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG