په افغانستان کې دامریکایي اؤ ناټو ځواکونو کمانډر جنرال جان نیکلسن ویلي پاکستان د امریکا د زیاتو فشارونو باوجود تر اوسه پاکستان داسې کوم ګامونه نه دي اخستي چې له مخې یې په افغانستان کې تاؤ تریخوالی کم شوی وي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستییو کې امریکا دپاکستان سخت فشارونه راوړي چې افغانستان کې دسولې دپاره دې طالبان افغان دولت سره خبرو ته کښینوي.
واشنګټن اؤ کابل په اسلام اباد تورونه لګوي چې طالبان یې پخپل موټي کې نیولي اؤ افغانستان کې یې پرې جګړو ته دوام ورکړی دی خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي اؤ افغانستان کې روانه ناقراري دافغان دولت خپله کمزوري ګرځوي
دافغانستان د یو شخصي ټیلي ويژن دخبر له مخې جنرال نکلسن کابل کې دخبرو په مهال ویلي چې امریکا تر اوسه څو کرته پاکستان سره دغه هیواد کې دترهګرو د پټو ځالو په اړوند خبرې اترې کړي دي.
هغه وویل هر څو که پاکستان د امریکا په فشار ځینې ګامونه اخستي خو دغو ګامونو افغانستان دپاره غوڅه نتیجه نه ده ورکړې.
دجنورۍ په میاشت کې امریکا په پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې تړلي اؤ ویلي یې دي ترهغې به پاکستان ته دا مرستې نه ورکوي ترڅو دغه هیواد خپله خاوره کې دطالبانو اؤ حقاني شبکې د ځالو په ضد رغنده ګامونه نه وي اخستي.
دناټو کمانډر زیاته کړې ده طالبان که د سولې طرحې ته غاړه ږدي هم خو بیابه هم دهغوئ دلیکو څخه یو شمیر جګره ماران د جنګونو نه لاس پسر نه شي.
هغه وویل په روان کال کې به خلک افغانستان کې په روانو عملیاتو کې چټکتیا وویني اؤ ددغو عملیاتو مشري به د کمانډو ځواکونو پغاړه وي چې د افغان هوایي ځواکونو ملاتړ به هم ورته ترلاسه وي.
دجنرال نیکلسن وینا وه چې عملیاتو کې د چټکیتا مقصد به بیلابیلو سیمو کې د دولتي واک پراختیا اؤ اؤ د راروانو ټولټاکنو امنیت ټینګ ساتل وي.
افغان اولسمشر اشرف غني په نهم مارچ کابل کې طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی ؤ خو طالبانو تر اوسه دغه وړاندیز ته هیڅ ځواب نه دی ورکړی ،
تیره ورځ کابل ته دپاکستان د بهرنیو چارو د مشاور ناصر جنجوعه د سفر په مهال افغان اولسمشر اشرف غني دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته هم د کابل دسفر بلنه ورکړې ده ترڅو افغانستان کې ورسره د سولې په روانو هڅو د نزدې نه خبرې وکړي.
پاکستان دریځ لري چې په طالبانو یې تیرو وختونو کې کنټرول ؤ خو اوس هغوئ پرې کنټرول نه لري خو امریکایي اؤ افغان چارواکي اوس هم وایي چې طالبانو سره ټولې مرستې داسلام اباد نه کیږي