"ځوانان مو قتل کيږي، دا څنګه ازادي ده" دا نعرې نن د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړو او پلويانو وهلې او احتجاجي مظاهره يې کوله.
د پښتون ژغورنې د غورځنګ د سيوري لاندې راجوړه مظاهره کې مظاهره چيانو د نقيب مسيد په جعلي مقابله کې وژونکي راؤ انوار د نيولو غوښتنه کوله او په پورته کړی بېنر يې ليکلي ؤ، "د نقيب الله مسيد د قاتل راؤ انوار تراوسه پورې ګرفتاري نه کول سواليه نخښه ده".
مظاهره چیانو په بلوچستان صوبه کې " د پښتون ژغورنې د غورځنګ او سیاسي مشرانو باندې د جوړو مقدمو د ختمولو غوښتنه هم کوله".
د مظاهرې مشري کوونکي د غورځنګ غړي عبدالوحيد مسيد وي او ډيوه سره په خبرو کې وويل، د پښتون ژغورنې غورځنګ د نور ملک په څېر په کراچۍ کې احتجاجي مظاهره کوي او د ائين لاندې د خپلو جايزو حقونو غوښتنه کوي.
د غورځنګ يو بل فعاله غړي هاشم خان مندوخېل وويل، په کراچۍ کې يې د دغه مظاهرې څخه پېل وکړو او په راتلونکې کې به دې لړۍ ته دوام ورکوي او دلته به د پښتون ژغورنۍ د غورځنګ غټه اولسي غونډه راجوړوي.
مظاهرې ته وېنا کوونکي يو بل ګډون وال فدا کاکړ وويل،
"چې په اسلام اباد کې يو مولا د فېض اباد په غټ سړک دپاسه ۲۰ ناسته کړې او د چيف جسټس نه واخله ټولو ادارو ته يې کنځلې کړي په هغه د مقدمې جوړلو په ځای هغوي ته پېسې ورکړی کيږی او رخصتولی شي"،
خو چې څوک خپل جایز حق غواړي په هغو د غدارۍ مقدمې درج کولی شي.