د پاکستان سپرليګ (پي اېس اېل) د سياليو پېل کېدو څخه وروستو دا درېم ځل دی چې د پېښور زلمي او کوټې ګلېډي اېټرز لوبډلې يو بل ته په وروستي پړاؤ کې مخامخ شوي او درې واړه ځله فېصله په يو رنز شوې ده.
تيره شپه د پېښور زلمي او کوټه ګلېډي اېټرز لوبډلې د پي اېس اېل درېم په وروستي پړاؤ کې يو بل ته مخامخ شوې او د پېښور لوبډلې په يو رنز د کوټې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د لاهور په قذافي لوبغالي کې دغه خوندوره لوبه په وروستي بال ختمه شوه چې کله د کوټې لوبغاړی رنز اؤټ شو او په ټاکلي هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغلو.
د پېښور لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورنو کې په ۱۰ لوبغاړو سوځېدو ۱۵۷ رنزونه جوړ کړي او د کوټې نهه لوبغاړو ۱۵۶ رنزونه جوړ کړه، په وروستي بال په رنز اؤټ کېدو لوبه فېصله شوه.
د ۲۰۱۷م په پي اېس اېل کې هم په دې پړاؤ په ۲۸م فرورۍ د شارجې په لوبغالي کې کوټې او پېښور ترمنځ سيالي په اخري بال فېصله شوې او د کوټې لوبډلې په يو رنز لوبه ګټلې وه.
په دغه سیالۍ کې د کوټې لوبډلې په اووه لوبغاړو سوځېدو ۲۰۰ رنزونه جوړ کړي او د بيا د پېښور لوبډلې په نهه لوبغاړو سوځېدو ۱۹۹ رنزونه جوړ کړي وواو د لوبې په وروستي بال د لوبغاړي په رنز اؤټ کېدوسیالي فېصله شوې وه.
دغه ډول د کال ۲۰۱۶م د پي اېس اېل اول په هم دې پړاؤ په ۱۹م فرورۍ د دوبۍ په لوبغالي کې د پېښور او کوټې لوبډلې يو بل ته مخامخ شوې او د کوټې لوبډلې دغه سيالي هم په يو رنز ګټلې وه.
د کوټې لوبډلې لمړی بيټنګ کړی او په ټولو لوبغاړو سوځېدو يې ۱۳۳ رنزونه جوړ کړي وو په ځواب کې د پېښور لوبډلې په نهه لوبغاړو سوځېدو ۱۳۲ رنزونه جوړ کړي وو.
د کوټې لوبډله تير دواړه پېرې د فاينل سیاليو ته رسېدلې خو دواړه ځله یې فاينل بايللی ؤ، د ۲۰۱۷م فاينل کې يې د پېښور لوبډلې او د ۲۰۱۶م فاينل کې يې د اسلام اباد يونائټډ نه ماتې خوړلې وه.