د پاکستان سپر ليګ (پي ايس ايل) دريم فائنل ته رسيدو د پاره نن د پېښور زلمي لوبډله د کراچۍ کنګز سره مخامخ کيږي او ګټونکي لوبډله به بيا په فائنل کې د اسلام اباد يونائټډ سره ميدان ته کوزيږې.
د پېښور زلمي لوبډلې تيره شپه د کوټې لوبډلې له په کواليفائنګ وړومبۍ لوبه کې په يو رنز ماتې ورکړې ده.
د لاهور په قذافي لوبغالي کې تر سره شوې بېګانۍ لوبه کې د پېښور لوبډلې لومړې بيټنګ کړی او په ۱۰ لوبغاړو سوځيدو يي ۱۵۷ رنزونه جوړکړي وو.
په ځواب کې د کوټې لوبډلې په نهه لوبغاړو اووټ کيدو ۱۵۶ رنزونه جوړ کړل او د لوبې په اخري بال يي په يو رنز لوبه وبائلله.
په ټولنيزو رسنيو ډېری خلکو د پېښور زلمي په ګټه د خوشحالۍ څرګندونه کړې خو بل لور ته يي د کوټې په ماتې د خفګان اظهار کړی دی.
د رضا مهدي په نوم تن په ټويټر ليکلي
"په پاکستان کې خلک د کرکټ سره په قامي کچ دومره مينه لري چې اندازه يي د پېښور او کوټې د سيالۍ نه کيږې او د هغې څرګندونه د کوټې ګليډيټرز د مالک نديم عمر د لور هغه اوښکې دي چې د پېښور زلمي نه په ماتې خوړلو يي د سترګو روانې دي".
د عدنان په نوم يو بل تن په ټويټر عکسونه خپاره کړي چې زه د دې د کتلو توان نه لرم.
د ننۍ سيالۍ ګټونکې لوبډله به په ۲۵مارچ د کراچۍ په نيشنل سټيډيم کې د اسلام اباد يونائټډ سره وي.
د کرکټ ځيني مينه وال وايي که د پېښور او اسلام اباد فائنل راشي نو د پي ايس ايل د تيرو ګټونکو دغو دواړو لوبډلو سيالي به ډيره د خوند وي.