لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:د اشرف غني په بلنه غور کوو، کابل به زر دخپل ځواب نه خبر کړو


پاکستان ویلي دافغان ولسمشر اشرف غني لخوا دپاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي ته دکابل دسفر بلنه ورکول یو زړه پورې پرمختګ دی ، اؤ اسلام اباد به په دغه بلنه دغور کولو نه وروسته ډیر زر کابل دخپل جواب نه خبر کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني تیره اوونۍ کابل ته دپاکستان دامنیت دمشاور ناصر جنجوعه دسفر په مهال پاکستاني هئیت سره لیدنه کې دپاکستان وزیراعظم ته د کابل دسفر بلنه ورکړې وه اؤ ویلي یې وؤ دا به د دوؤ ریاستونو ترمینځ د جوړجاړي دهڅو پیل وي.

د زیارت په ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتو ته د احوال ورکولو په وخت دپاکستان دخارجه دفتر ویاند ډاکټر فیصل ویلي پاکستان د اشرف غني د بلنې جاج اخلي اؤ زر به کابل ته په دغه اړوند احوال ورکړي.

هغه وویل” پاکستان کې اوس د ترهګرو هیڅ یوه ډله منظم موجودیت نه لري اؤ که چرې امریکا مونږ ته استخباراتي معلومات راکړي نو مونږ به پرې کارروایي وکړو”

خارجه ویاند وویل وزیراعظم شاهد خاقان عباسي امریکا ته د خپل شخصي سفر په مهال د امریکا مرستیال صدر مائیکل پینس سره لیدلي اؤ هغه ته یې ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې مهم رول لري.

تیره اوونۍ واشنګټن کې دپاکستان د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي دامریکه مرستیال صدر سره لیدلي وؤ چې ددغه لیدنې په حواله مطبوعاتي راپورونو کې ویل شوي وؤ امریکایي چارواکو پاکستان نه دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ روغه جوړه کې د خپل پریکنده کردار غوښتنه کړې وه.

واشنګټن اؤ کابل تورونه لګوي چې طالبان دپاکستان د پوځ په لمسه افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

د روان کال په جنوري میاشت کې امریکا په پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې هم تړلي اؤ شرط یې ایښی چې د خواوشا دوؤ اربو ډالرو دا مرستې به پاکستان ته هله ورکوي چې خپله خاوره کې دحقاني ترهګرې شبکې اؤ طالبانو د ځالو په ضد د قناعت وړ ګامونه واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG