لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

راؤ انوار د یوې میاشتې په بدني ریمانډ پولیسو ته سپارل شوی


راؤ انوار

په کراچۍ کې د پولیس په لاس د وژل شوي پښتون زلمي نقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر راؤ انوار د ترهګرۍ دمخنیوي محکمې د یوې میاشتې په بدني ریمانډ پولیسو ته سپارلی دی.

راؤ انوار د نقیب مسید له وژنې وروسته پټ شوی ؤ اؤ پرون په ناساپي ډول سترې محکمې ته وړاندې شو چې له هغې وروسته پولیسو نیولی اؤ کراچۍ ته یې بوتللی دی.

په راؤ انوار تور دی چې دنقیب مسید په څیر یې په سوؤنو بېګناه کسان دمحکمې له نظره پناه وژلي دي خو هغه دا ټول تورونه ردوي اؤ دعوه کوي چې یوازې ترهګر یې وژلي دي.

محکمې ته د وړاندې کیدلو نه وروسته راؤ انوار ویلي هغه د انصاف په هیله ځان محکمې ته سپارلی اؤ هیله لري چې انصاف به ورسره وشي.

د زیارت په ورځ راؤ انوار په سختو حفاظتي تدابیرو کې د کراچۍ په کلفټن سیمه کې د ترهګرۍ د مخنیوي محکمې ته وړاندې کړل شوی دی.

محکمې ته د هغه د وړاندې کولو په مهال په لسګونو پولیس ځایې پځایې کړل شوي وؤ اؤ هغه د دولسو پولیس موبائیلونو، دوؤ زغره بند ګاډو اؤ ګڼو موټر سائیکلو په بدرګه کې محکمې محکمې ته ور وستل شوی دی.

سرچینې وایي د نقیب مسید و وژنې دوسیه کې چې کله راؤ انوار محکمې ته وړاندې شو نو پولیسو ددغه محکمې دقاضي څخه وغوښتل چې د راؤ انوار ژوند ته د پیښو خطرو زر،زر دهغه محکمې ته وړاندې کول خطرناک دي نو ځکه دې یوې میاشتې دپاره په بدني ریمانډ پولیسو ته وسپارل شي .

محکمې دپولیسو دغه غوښتنه منلې اؤ امر یې کړی چې د یوې میاشتې د بدني ریمانډ نه وروسته دې په ۲۱م اپریل دنقیب مسید په وژنه تورن راؤ انوار بیا محکمې ته وړاندې کړي.

په پاکستان کې د بدني ریمانډ مطلب د یو تورن تن وهل یا هغه ته په بدنی تکلیف رسؤلو دهغه نه رازونه راویستل یا پخپل جرم اعتراف ته اړ کول وي .

خو څیړونکي وایي چې په پاکستاني پولیسو کې د غبن اؤ بډو د لوړې کچې له امله دغه عمل خپل ارزښت په بشپړ ډول دلاسه ورکړی اؤ یوازې د څو زرو روپو په بډو ورکولو پولیس په بدني ریمانډ ورسپارلي تورن تن ته تاڼه کې دیو معتبر میلمه حیثیت ورکوي.

محکمې ته د وړاندې کیدولو وروسته چې کله خبریالانو د راؤ انوار څخه وپوښتل ایا هغه د انصاف هیله لري؟ نو هغه وویل “انشاء الله انصاف به راسره کیږي اؤ هم په دې هیله راغلی یم “

د راؤ انوار د نیول کیدو نه وروسته په سوشل میډیا هم د هغه محکمې ته د وړاندې کیدلو په انداز سختې نیوکې روانې دی اؤ دسوشل میډیا زیات فعالین شکونه ښکاره کوي چې هغه دپاکستان پوځ اؤ استخباراتي ادارو دځان سره دمیلمه په توګه ساتلی ؤ اؤ په ډیر درناوي یې یو مجرم محکمې ته وړاندې کړی دی.

دپاکستان سترې محکمې د نقیب مسید د وژنې د پلټنو دپاره یوه پلټنییزه ډله هم جوړه کړې وه ، راؤ انوار له محکمې غوښتي وؤ چې دپلټنو ډغه ډله کې باید د استخباراتي ادارو چارواکي هم شامل کړل شي خو محکمې دهغه دغه غوښتنه رد کړې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG