لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندرغاړې دل راج پخپل ماشومتوب ولې نه ده پوهه شوې ؟


دل راج په پښتنو فنکارانو کې هاغه دوهمه پیغله ده چې په ماشومتوب د سندرو فن ته راوتلې ده هغه چې اوس پیغله ده وایي سندرو خپل ماشومتوب ته نه ده پریښې نه یې ګوډۍ لوبولي، نه یې نورو جینکو سره میرګاټي یا چیندرو کړې ده خو بس په یوه مخه یې سندرې ویلي دي.

هغه د څلورو کالو وه چې سندرې یې پیل کړې وې اوس نولس کلنه ده ، په لکونو مینه وال لري ، خلک یې غږ خوښوي اؤ په لسګونو سندریز البمونه یې مارکیټ ته راوتلي دي، ګڼو فلمونو ته یې هم سندرې ویلي اؤ ددې ترڅنګ په سټیج ،ټي وي اؤ راډیو یې هم دخپل هنري صلاحیت ښودنه کړې ده.

دل راج په پیښور کې په یوه فني کورنۍ کې سترګې پرانستي ، خو دپلار تعلق یې د سوات سیمې سره دی .

تر شپږم ټولګي یې رسمي زده کړې کړي خو ډیوه سره یې خبرو کې وویل” زه ډیره ماشومه وم چې په سندرو کې مې شهرت بیاموندو ، بیا چې به سکول ته تلم نو دخپل سکول جینکو به ډیره تنګولم ، د سندرو فرمائشونه به یې رانه کول، عکسونه یې راسره ویستل بس نو سبق مې ورته پریښودو”

هغه وایي چې دسبق پریښودو یوازینۍ وجه یې دا هم نه وه چې ګنې دخپل شهرت نه تنګه وه خو فني بوختیاوې یې د ماشومتوب نه دومره سیوا شوې چې نور یې سبق نه شو ویلی.

دل راج هسې خو ډیره غلې اؤ نرم خویه ده خو ګرځیدل ، په سیل وتل اؤ دخپلو همزولو جینکو سره مستۍ اؤ شرارتونه خوند ورکوي.

وایي” اوس هم راته ډیر موقعې په لاس نه راځي چې دخپلو همزولو سره په سړه سینه چرته کښینم ، ټوقې ،ټقالې اؤ ګپې شپې وکړم خو بیا هم په زوره خپلو همزولو ته وخت وباسم اؤ چې کله ورسره کښینم نو ښې ډیرې مستیانې کوؤ”

هغې فنې زده کړې په لمړي سر کې د استاد ماس خان څخه ترلاسه کړي اؤ اوس د اصف استاد نه زده کړې کوي.

وایي “ډاډه په دې یم چې هر شان محفل ته لاړه شم نو خپلو استاذانو نه مې دومره زده کړه کړې چې دسندرو ویلو په مهال راته د کمپیوټري ټیکنالوجۍ د مرستې اخستو ضرورت نه وي”

دل راج دپیغلتوب په درشل ولاړ ده خو لکه د نورو روایتي پښتنو پیغلو هغه هم د مینې په سوال وشرمیده سترګې یې ښکته کړې وئ خاندل اؤ وئ ویل “ما مینه کړې ده خو دخپل مور ،پلار اؤ مشر رور سره “

کله چې ترې پوښتنه وشوه ولې دا ټولې فنکارانې یوازې دمور پلار اؤ روڼو سره مینه کوي ،‌زلمي یې نه خوښیږي؟

هغې وویل “د نورو نه خو نه یم خبر خو زه خو دماشوموالي نه سندرو کې اخته یم ، هډو د مینې کیسو ته جوړه شوې نه یم ، نه مې لا تراوسه څوک خوښ شوی اؤ نه مې داسې لا چرته ذهن ته راځي چې زه به هم لا واده کوم اؤ د کور د ذمه وارو لاندې به راځم”

دل راج وایي خپل مینه وال ورسره د نړۍ په هر ګټ کې مینه کوي خو په افغانستان کې چې خلک د فن اؤ فنکار سره څومره مینه کوي د هغې جواب نشته.

دل راج وایي د شهرت سبب یې دا سندره ګرځیدلې وه چې “سترګې ورله تورې کړئ ، نکریزې ورله پورې کړئ” اؤ له دې وروسته یې چې بیا څومره سندرې ویلي خلکو خوښې کړي دي

هغه وایي “د سندرو فن ته د نوؤ اؤ تعلیم یافته جینکو راتګ ښه خبره ده خو پکار ده چې دغه نوې پیغلې دسندرو دنیا ته د راتګ څخه د مخه ښه محنت وکړي، دتکړه استاذانو شاګردي وکړي اؤ یوازې د کمپیوټر په مرسته خپلو اوازونو بدلؤلو ته خوشحاله نه شي”

ددل راج په وینا “د کمپیوټر په زور خو دوئ یوه سندره نیمه ریکارډ کړي خو کله چې بیا په ژوندۍ بڼه د سندرو نوبت راشي نو وار پار ترې خطا وي اؤ داسې بیا د فن په پریښودلو مجبوره شي”

دل راج په ټولنیزو رسنیو هم فعاله ده خو ګیله کوي چې ځینې پښتانه په ټولنیزو رسنیو هنرمندانو سره ډیره خرابه رویه خپلوي

“مونږ چې کله خپله یوه ویډیو یا تصویر په سوشل میډیا ورکړو نو چې دچا نه خوښیږي پکار ده چې هغوئ یې نه ګوري خو دا چې بد یا د اخلاقو نه پرې پریوتي کمنټونه کوي دا دیو فنکار زړه ماتوي ځکه چې فنکاران ډیر حساس وي ، په وړه خبره خفه کیږي اؤ‌په وړه خبره خوشحالیږي”

هغه وایي پخپله یې غزل ویل ډیر خوښیږي اؤ په غزلو کې هم غمژنې غړلې د زړه له تله وایي خو د مینه والو په غوښتنه مستې سندرې هم ریکارډ کوي ولې داسې شاعري هرګز نه وایي چې د اخلاقو نه پریوتي وي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG