لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجونه: "له پاکستانه پښتون ته ژوندون غواړو".


د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د ګل- دوشنبې په ورځ د پاکستان په شاوخوا ۲۲ لویو او وړو ښارونو کې احتجاجونه وشول، چې زرګونو خلکو پکې برخه واخیسته او په دغو ټولو احتجاجونو کې د پاکستاني ریاست له خوا له پښتنو سره د ظلم په ضد را پورته شوي اوازونه نور هم مضبوط لیدل کېدل.

د پېښور پریس کلب مخې ته په مظاهره کې د غورځنګ یوه مشر ډاکټر سید عالم مسید وایي، چې ریاست په دې پوه نه دی چې پښتانه اوس څومره بیدار شوي دي.

ملالې مو بورېږي:

په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ کارکوونکو او مرستیالانو د احتجاج په وخت په ریاستي تګلارو سختې نیوکې کولې او د غورځنګ د مشهورې ترانې (دا څنګه ازادي ده؟) بېلابېلې مسرۍ یې د شعارونو په توګه پورته کولې: "ځوانان مو قتل کېږي، دا څنګه ازادي ده؟، کورونه مو ورانېږي، دا څنګه ازادي ده؟، ملالې مو بورېږي، دا څنګه ازادي ده؟"

د ژوند حق غواړو:

په اسلام اباد کې د پریس کلب مخې ته په احتجاج کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ او د ځینو نورو ګوندونو او مدني ټولنې سلګونه غړي را ټول شوي وو او په لاسونو کې یې شعارپاڼې را اخیستې وې، چې دا نعرې ورباندې لیکل شوې وې: "دا د چا وینه او څوک مړ شو، پښتون مړ شو پښتون مړ شو، د ژوند حق غواړو او ریاستي ترهګري نه منو".

کراچۍ کې د پښتنو غیرعدالتي وژنې دې بندې شي:

د کراچۍ د پریس کلب مخې ته په را غونډو شویو احتجاج کوونکو کې ښځې هم شاملې وې او د نورو پاکستان په شمول یې په دې ښار کې له پښتنو سره د ظلمونو او غیرعدالتي وژنو غندنه کوله. دوی دا شعارونه ورکول: "دا چې ترهګري ده، د دې تر شا وردي [پوځ] ده، دا چې ملاګردي ده، د دې تر شا وردي [پوځ] ده ، پښتون پکې قتلېږي، دا څنګه ازادي ده؟، دا چې نامعلوم دي، دا موږ ته معلوم دي".

پښتنو ته انصاف غواړو:

د بلوچستان په مرکز کوټه کې هم په سلګونو کسانو- چې وکیلان او د مدني ټولنې فعالان هم پکې شامل وو- د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ احتجاج کړی او د دې تحریک د نیول شویو او تښتول شویو کسانو د را خوشي کېدو غوښتنه يې کړې ده. په دې احتجاج کې دا شعارونه ورکړل شول: " دا چې ترهګري ده، د دې تر شا وردي [پوځ] ده، وکیلان مو وژل کېږي، دا څنګه ازادي ده؟"موږ انصاف غواړو".

د پښتنو قتلِ عام دې بند شي:

د پښتونخوا په سوابۍ کې هم ګڼ شمېر خلک سړکونو ته را وتلي وو او په دې هېواد کې یې د پښتنو د وژنو په ضد شعارونه ورکول، چې یو شعار پکې داسې وو: "د پښتنو قتلِ عام دې بند شي".

آییني حقونه غواړو:

په سوات کې هم ګڼ شمېر خلک چې ښځې هم پکې شاملې وې احتجاج ته را وتلي وو، دوی غوښتنه کوله چې په پاکستان کې دې پښتنو ته له قانون سره سم حقونه ورکړل شي، دوی په لاسونو کې په را اخیستو شعارپاڼو دغه نعرې لیکلې وې: "پښتنو ته آییني حقونه او ژوند غواړو".

د پښتون په خاوره امن غواړو:

په ډېره اسماعیل خان ښار کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو او ملاتړو د تښتول کېدو او نیول کېدو په ضد احتجاج شوی، چې اکثر پکې ځوانانو ګډون کړی وو. احتجاج کوونکو دا شعارونه ورکول: "د پښتون په خاوره امن غواړو، بچیان مو قتل کېږي، دا څنګه ازادي ده؟".

په بنو، ږوب، کلاسیف الله، لورالای، حیدراباد، ملتان او د پاکستان په اکثرو لویو ښارونو کې په احتجاجونو کې دا شعارونه ورکړل شول، چې په پاکستان کې دې پر پښتنو د ریاست د ادارو له خوا کېدونکي ظلمونه پای ته ورسېږي او دوی ته دې په امن او خوشالۍ د ژوند کولو حق ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG